په پنجاب کې د وروستیو ورښتونو له امله ۸۴ تنه مړه او ۲۲۴ نور ټپیان شوي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

د پاکستان په پنجاب کې د طبیعي پېښو ادارې د دوشنبې په ورځ ویلي، چې په پنجاب کې د وروستیو ورښتونو له امله ۸۴ تنه مړه او ۲۲۴ نور ټپیان شوي دي.

د دغې ادارې په خبره، د دغو ورښتونو په لړ کې ۲۴۵ کورونه زیانمن شوي چې له ډلې یې ۱۰۰ کورونه په بشپړه توګه او ۱۴۵ یې برسېرن اغېزمن شوي دي.
دغې ادارې زیاته کړې، چې د دغو ورښتونو له امله ۴۴ څاروي تلف شوي او د برېښنا په برخه کې یې هم خلکو ته ستونزې راولاړې کړې دي.
د دې تر څنګ، دغې ادارې په راتلونكو ۲۴ ساعتونو كې د پنجاب په ډېرو برخو كې د ورښتونو او په ډېره غازي خان، ملتان او بهاولپور كې د سېلابونو د راتلو وړاندوینه کړې ده.
د دغې ادارې مشر عرفان علي کاتيا ویلي، چې زیانمنو خلکو سره د حکومت د پاليسۍ له مخې مالي مرسته کېږي.
هغه وويل، چې اړونده ادارو ته يې د ورښتونو پر مهال د احتياطي ګامونو د اخېستلو خبر ورکړى دى.

نور خبرونه

رادیو