ایران: د ځانه د دفاع په حق کې له موږ څخه د زغم تمه کول ناسمه غوښتنه ده
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې ایران د خپل امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع حق لري؛ نو له ایران څخه د زغم تمه کول بېځایه غوښتنه ده.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کنعاني په خپله اونیزه وینا کې ویلي، چې په غزه کې اوربند د اسراییل پر وړاندې د ایران له غبرګون سره هېڅ تړاو نه لري.
هغه زیاته کړې ده، ایران په غزه کې د اوربند د هوکړې هرکلی کوي.
د هغه په وینا، اوربند یوه نړۍواله غوښتنه ده.
ښاغلي کنعاني ویلي، ایران په غزه کې د جګړې د درولو تر ټولو مهم او پیاوړی نړۍوال ملاتړی دی او په غزه کې به د اوربند لپاره د نورو هېوادونو د هڅو ملاتړ ته دوام ورکړي.
د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي، چې اسراییل د غزې د اوربند د سیاسي مذاکراتو د بهیر مشر اسماعیل هنیه د ایران په خاوره کې په ترهګریز برید کې په نښه کړ.
ویاند ویلي، د ملګرو ملتونو د منشور پر بنسټ، ایران د خپل امنیت او ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع حق لري او له ایرانه د زغم تمه کول یوه بېځایه غوښتنه ده.