په پنجشیر کې سېلابونو زیانونه اړولي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

ځایي سرچینو ویلي، چې د سې شنبې په ورځ (د زمري ۳۰مه) د کابل او پنجشیر په ګډون په یو شمېر ولایتونو کې سېلابونو زیانونه اړولي دي.

د پنجشېر ولايت د رخه او عنابه په ولسوالیو کې د سېلابونو انځورونه ښيي چې سېلاب د خلکو باغونه او ځمکې وړي دي.
د پنجشېر لپاره د طالبانو امینه قوماندان عبدالله فاروقي وايي، چې سېلابونو د رخه ولسوالۍ لارې بندې کړي دي. هغه له خلکو وغوښتل، چې تر بلې خبرتیا دې پنجشیر ته له تګ څخه ډډه وکړي.
همدا راز سېلاب د خيرخانې او دشت برچي په ګډون د کابل په ځينو برخو کې د خلکو کورونه ويجاړ کړي دي.
د خیرخانې کوتل یوه اوسېدونکي افغانستان انټرنشنل ته وویل: «سېلاب په ۱۷ مې ناحیه کې د یو شمېر خلکو کورونه تخریب کړي دي.»
خو د احتمالي زیانونو او تلفاتو په اړه تر اوسه کره معلومات نه شته.
د افغانستان په مختلفو سیمو کې وخت ناوخته ویجاړونکي سیلابونه راځي.

په دې وروستیو کې بغلان، ننګرهار، غور، بدخشان، فاریاب او تخار ولایتونه د سختو سیلابونو شاهدان وو.
ملګرو ملتونو د غویي په میاشت کې ویلي و، چې په بغلان ولایت کې لږ تر لږه ۶۰ زره کسان د سیلابونو له امله اغیزمن شوي دي.

د طالبانو د راپور له مخې؛ یوازې په بغلان ولایت کې سږ کال د سېلابونو له امله ۳۴۷ کسان مړه شوي او تر پنځو زرو ډېرې کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو ته اړې شوې دی.
د اقلیم بدلون، وچکالي او سخت اورښتونه د افغانستان په ځینو ولایتونو کې د دغو ویجاړونکو سیلابونو اصلي لاملونه ویل شوي دي.
د نوترډام نړۍوال تطبیق شاخص افغانستان د اقلیم د بدلون له اغیزو سره د مقابلې په برخه کې شپږم ډېر زیان منونکی او تر ټولو کم چمتو هېواد ګڼلی دی.

نور خبرونه

رادیو