ملګري ملتونه وايي په ۲۰۲۳ کال کې د وژل شویو مرستندویه کارمنانو شمېر ښايي ساری ونه لري

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

ملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ وویل چې په ۲۰۲۳ کال کې يې په ټوله نړۍ کې ۲۸۰ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي، چې ښايي ساری ونه لري.

دغه سازمان ویلي، چې د دغو کسانو له نیمايي زیات د غزې د جګړې له پیلېدو وروسته وژل شوي او ښايي سږ کال د مرستندویه کارکوونکو لپاره نور هم وژونکی وي.

د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا د بشري مرستو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه راپور کې ویلي، چې تېر کال په ۳۳ هېوادونو کې ۲۸۰ مرستندویه کارکوونکي وژل شوي، خو وړم کال دغه شمېر ۱۱۸ و، چې د دې شمېر په پرتله دوه برابره زیات دي.

اوچا وویل، د روان کال تر اګست میاشتې ۱۷۲ مرستندویه کارکونکي وژل شوي وو او سږ کال «کیدای شي د لا زیاتې وژونکې پایلې په لور روان وي.»

د دغه دفتر د معلوماتو له مخې، په تېرو يوولسو مياشتو کې د اسراييلو په هوايي بريدونو کې تر ۲۸۰ ډېر مرستندويه کارکوونکي چې ډېری يې فلسطينيان دي وژل شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش په ايکس پانه کې لیکلي، د هغو مرستندویه کارکوونکو درناوی چې د ریکارډ په ترټولو خونړۍ کال کې وژل شوي کافي نه دي.

ګوترش وویل، «په سوډان او نورو ډېرو ځایونو کې پر مرستندویه کارکوونکو بریدونه کېږي، وژل کېږي، ټپي کېږي او تښتول کېږي. موږ د معافیت د پای ته رسولو غوښتنه کوو ترڅو مرتکبین د عدالت سره مخ شي.»

ملګرو ملتونو ته په یوه لیک کې له ۴۰۰ څخه زیاتو بشري مرستندويه سازمانونو ویلي: «هغه وحشیانه دښمنۍ چې موږ یې په نړۍ کې په ډیرو شخړو کې شاهدان یو، یو وحشتناک حقیقت په ډاګه کړ، موږ له سزا څخه د معافیت په عصر کې ژوند کوو.»

نور خبرونه

رادیو