سرچېنې وايي، طالبانو په بدخشان کې یو پخوانی پوځي په ډېرې بې‌رحمۍ سره وژلی دی

AP ۱۴۰۳ زمری ۳۰

سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې طالبانو درې ورځې وړاندې د بدخشان په زیباک ولسوالۍ کې له یو پخواني پوځي څخه «د هغه په خپل کور کې سر پرې کړی.»
دغو سرچېنو ویلي چې، محمد نبي تر دې وړاندې هم طالبانو « څو ځلې نیولی او ربړولی» و.

ځینو نورو سرچېنو بیا ویلي، چې دغه پخوانی امنیتي کارکوونکی چې په دې وروستیو کې له بنده خوشې شوی و د اسماعیلیه مذهب پیرو و.

د محمد نبي یو خپلوان ویلي، چې په بدخشان کې طالبانو هغه «په دې پلمه چې د پخواني نظام کارمن او په مذهب اسماعیلیه» و وژلی دی.
طالبانو بیا تر اوسه د دغې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.
طالبانو تل د بخوانیو امنیتي کارکوونکو نیونه او وژنه په کلکه رد کړې ده.
خو د بشري حقونو د نړۍوالو بنسټونو له‌خوا خپاره شوي راپورونه ښيي، چې طالبانو د عمومي عفوې د اعلان سره، سره د امنیتي ځواکونو د نیولو او وژلو لړۍ روانه ساتلې ده.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د سازمان دفتر په خپل تازه خپاره کړي راپور کې چې (د زمري په ۱۹مه) نېټه یې خپور کړی، ویلي چې لږ تر لږه ۶۰ خپلسرې نېونې، د ربړونو او ناوړه چلند ۱۰ پېښې او د افغانستان د پخوانیو امنیتي ځواکونو د پنځو کسو وژنې یې مستند کړې دي.
یوناما دا رنګه ویلي، چې د دغو قتلو څلور هغه یې د ناپېژانده وسله‌والو او یو بل یې د طالبانو له لوري تر سره شوی دی.

نور خبرونه

رادیو