د اصف دراني خبرو ته د طالبانو غبرګون: افغانستان د هېڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۹

د طالبانو د ویاند مرستیال د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي اصف دراني د وروستیو خبرو په غبرګون کې وویل؛ افغانستان د هیڅ هېواد لپاره ګواښ نه دی.
حمدالله فطرت په خپل اېکس کې لیکلي؛ هېڅ کومې ډلې ته اجازه نه ورکوي، چې د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

نوموړي دغه څرګندونې په داسې حال کې کوي، چې تر دې وړاندې اصف دراني خبرداری ورکړ، چې ښایي له افغانستانه د سپټمبر ۱۱مې په څېر بل برید هم ترسره شي.
هغه وویل، نړۍوالو افغانستان هېر کړی، او زیاته یې کړه چې په افغانستان کې «داعش د سیمې او نړۍ لپاره یوه لویه ننګونه ده.»
د طالبانو د ویاند مرستیال بیا وایي، چې د سیمې د هېوادونو په ګډون د نړۍوالو دا اندېښنې بې ځایه دي او یو ځل بیا ټينګار کوي، چې د افغانستان ټوله جغرافیه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده.
اصف دراني ویلي، د داعش ډله په افغانستان کې خپلې سیمې پراخوي.او په مسکو، تهران او پاکستان کې د داعش له لوري ترسره شوي بریدونه ښيي، چې دغه ډله په نورو ځایونو کې هم ورته بریدونه کولای شي.
خو طالبانو په وار - وار ویلي، چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې او نورو ترهګرو ډلو ته یې هم په افغانستان کې نه ځای ورکړی او نه هم د دې هېواد له خاورې د استفادې اجازه ورکوي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو ورځې وړاندې د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد یوې ایراني رسنۍ ته ویلي و، چې ښايي په افغانستان کې د داعش ټول غړو شمېر شاوخوا ۱۰۰ او ۲۰۰ کسان وي.
له دې سره، د ترهګرۍ پر ضد د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف بیا د امنیت شورا ته ویلي و، چې په تېرو شپږو میاشتو کې، «د داعش خراسان ډلې مالي او لوژیستیکي ځواکمنتیا» ډېره شوې ده.
نوموړي دغه راز وویل، چې دغې ډلې په خپلو لیکو کې د نویو ځواکونو د جذبولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.

نور خبرونه

رادیو