د طالبانو کډوالو وزارت: لغمان کې مو د ۳۰ نابینا ښځو لپاره د زده‌کړو مرکز پرانیستی

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۹

د طالبانو کډوالو وزارت وايي، په لغمان کې یې د ۳۰ ښځینه نابینایانو لپاره د زده‌کړو مرکز پرانیستی دی.

طالبان وايي، په دغه مرکز کې به ۳۰ نابینا ښځې د زده‌کړو ترلاسه کولو تر څنګ میاشتنی معاش هم ورلري.

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د دوشنبې په ورځ د (زمري ۲۹مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، چې د لغمان ولایت مرکز اړوند سلطان قاضي بابا په سیمه کې یې د نابینابانو لپاره یو مرکز پرانیستی.

د کډوالو وزارت ویلي، چې یاد مرکز یې د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ په مرسته جوړ کړی.

په دغه مرکز کې به ۳۰ تنه ښځینه نابینایانو ته زده‌کړې ورکول کیږي. خو نابیا ښځو ته د زده‌کړو د څرنګوالي په اړه نور جزیات نه دي ورکول شوي.

د کډوالو وزارت وايي، د نابینایانو د زده‌کړو په دغه مرکز کې به ښځینه نابینایانو ته د زده‌کړو تر څنګ هره میاشت ۲۰ زره افغانۍ هم ورکول کیږي.

د کډوالو وزارت د ښځينه نابینایانو د زده‌کړو له مرکز څخه د ښځینه زده‌کوونکو انځورونه نه دي خپاره کړي.

د طالبانو له لوري د نجونو او ښځو پر زده‌کړو او کار کولو د بندیزونو له امله دمګړۍ په هېواد کې په میلیونونه نجونې له زده‌کړو او کار کولو بې برخې دي.

نور خبرونه

رادیو