ځايي سرچینې: د تېر حکومت یو قومندان په بلوچستان ایالت کې ترور شو

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۹

ځايي سرچینو افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وویل چې د تېر حکومت قومندان برات خان باختر د تېرې یکشنې په ورځ د بلوچستان ایالت په مرکز کویټه کې ترور شو.
وژل شوی پخوانی قومندان برات خان د کویټې ښار په لورلايي سیمه کې د سبزيو هټۍ پرانیستې وه او خپل عادي ژوند یې کاوه.

د قومندان برات خان نږدې سرچینو افغانستان انټرنشنل - پښتو ته وویل، چې نوموړي په کویټه کې د سبزیو یوه هټۍ کې د دوو مخ پټو کسانو له خوا په ډزو ووژل شو.
سرچینو همداراز وویل؛ تر پېښې مخکې په وازي خوا ولسوالۍ کې د طالبانو مخکینی جنګي قومندان چې اسراییل نومیږي او اوسمهال د پکتیکا ولایت په لېوا کې دنده ترسره کوي، څو ځلې نوموړي ته زنګونه وهلي و او نوموړی یې پر مرګ ګواښه.
د سرچینو په خبره، قومندان برات خان اته کاله د پکتیکا ولایت په بېلابېلو ولسوالیو کې د قومندان په توګه دنده ترسره کړې ده.
یاد قومندان د جمهوریت له سقوط وروسته ایران ته ولاړ، خو هلته هم د طالبانو تر تعقیب لاندې و او د ایران حکومت هم له طالبانو سره همکاري کوله چې قومندان برات خان مجبوره شو له دغه هېواد څخه کراچۍ ښار ته ولاړ شي.
سرچینې همداراز زیاته کړه، چې قومندان برات په کراچۍ کې هم ارامه پرېنښودل شو او له بېلابېلو شمېرو ورته زنګونه او مسجونه کېدل، چې بیا د کویټي لورلايي سیمې ته ولاړ.
دغه سرچینه وایي، چې قومندان برات د خپلې کورنۍ وروستی نارینه و، چې ترور شو او تر هغه مخکې د کورنۍ نولس نور غړي یې هم چې ډېریو یې د جمهوریت پر مهال نظامي دندې درلودې، د طالبانو له خوا وژل شوي و.

د دغې سرچینې په وینا، د قومندان برات مړی یې تېره ورځ د کویټې په لورلایي سیمې کې خاورو ته سپارلی.
ویل کیږي، چې یاد قومندان نه اته کونډې او اتلس یتیمان پاتې دي، چې اوس د نوموړي په وژل کېدو سره بې برخلیکه دي.
قومندان برات له خپلو څو ملګرو سره کویټه کې اوسېده او اوسمهال د نوموړي د ملګرو ژوند هم له سختو امنیتي ګواښونو سره مخ دی.
د ویلو ده، چې جنرال سمیع سادات هم په خپل اېکس کې د یاد قومندان د وژل کېدل په غبرګون کې ویلي، چې د دغه وژل شوي افغان پوځي غچ به اخلي.
ښاغلي سادات دغه راز د پاکستان له حکومت هم غوښتي، چې د پخوانیو افغان پوځیانو خوندیتوب ته پام وکړي.

که څه هم د طالبانو واکمنېدو په درشل کې ملا هبت الله خپلو مخالفانو ته ټولبښنه وکړه، خو بیا هم وخت نا وخت د پخواني نظام کارمنان په تېره نظامیان په مرموز ډول وژل کېږي او یا هم د دې ډلې په زندانونو کې شکنجه او ځینې وخت وژل کېږي.

په دې هکله د ملګرو ملتونو په ګډون د بشري حقونو مختلفو ادارو رپوټونه خپاره کړي، خو طالبان یې ردوي.

نور خبرونه

رادیو