په واڼه کې سیاسي ګوندونو د انګور اډې د تړلو په غبرګون کې اعتراضي غونډه کړې

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۷

په واڼه کې سیاسي ګوندونو او ولسي خلکو په یوې اعتراضي غونډه کې د انګور اډې لارې د پرانیستلو غوښتنه وکړه.
ویل کېږي، چې په واڼه کې د انګور اډې د پرانیستلو لپاره پخوانی پیل شوی پرلت لاهم دوام لري.

د انګور اړې لاره چې له تېرو څوو میاشتو راهیسې تړلې پاتې ده، له امله یې خلک له ګڼو ستونزو سره مخامخ شوي دي.
د دغې غوڼدې ویناوالو له پاکستاني چارواکو او افغان طالبانو غوښتي، چې خپلې ستونزې د خبرو له لارې هوارې کړي او اجازه ورنه کړي چې د دوی د ترینګلتیاوو له امله خلک د اقتصادي اړخه اغېزمن شي.
تر دې وړاندې هم ځینو سیاسي ګوندونو له صوبايي چارواکو څخه غوښتي و، چې له افغانستان سره دې خپلې ټولې تړلې لارې پرانیزي؛ خو لاهم د دغو ګوندونو غوښتنو ته پاملرنه نه ده شوې.
په دغې راټولېدنه کې ویناوالو نیوکه کړې، چې د لارو تړل د عامو خلکو په اقتصاد بد اغېز پرې باسي.

نور خبرونه

رادیو