د خیبر پښتونخوا پوځي سرچېنې: د تورخم دروازه له څو ساعتونو ځنډ وروسته بېرته پرانیستل شوه

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۷

‏په تورخم کې سرچېنو افغانستان انټرنشنل ته ویلي، چې د تورخم دروازه له څو ساعته ځنډ وروسته بېرته د مساپرو پر مخ پرانیستل شوه او د پاکستاني ځواکونو په یو لړ عملیاتو کې له ۲۰۰ څخه زیات بې اسناده افغانان نیول شوي دي.

دغه سرچېنې وایي، د تورخم دروازه د پاکستاني ځواکونو د یو لړ پوځي عملیاتو له کبله تړل شوې وه؛ خو اوس‌مهال دغه عملیات پای ته رسېدلي دي.

د سرچینو په وینا، دغه لاره یوازې د مساپرو لپاره خلاصه شوې؛ د بار وړونکو موټرو لپاره لاهم دغه لاره تړلې ده.
تر دې وړاندې په ننګرهار کې د طالبانو رسنیو دفتر خبر ورکړی و، چې د تورخم دروازه پاکستاني لوري يو ځل بيا د ځینو نا مالومو لاملونو له امله تړلې ده.
په هغه لیکنه کې چې د طالبانو د رسنیو دفتر خپره کړې وه، له ټولو مساپرو غوښتل شوي وو، چې په دغه لار دې له تګ راتګه ډډه وکړي.
خو په ننګرهار ولایت کې د طالبانو امنیه قومندانۍ سیمه‌ییزو رسنیو ته ویلي و، چې دغه لار وروسته له هغې وتړل شوه چې له ډېورنډ کرښې هغې غاړې ته د یوه ماین له کشف سره سم، پاکستاني لوري عملیات پیل کړل.
دغه لاره د پنجشنبې په ورځ (د زمري ۲۵مه) د هر ډول تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه.
دغه لاره د طالبانو او پاکستاني پوله ساتو تر منځ د پوستو پر سر د جګړې له امله تړل شوې وه.

نور خبرونه

رادیو