د پاکستان پوځ وايي، چې د ټي‌ټي‌پي درې تنه غړي یې وژلي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۷

د پاکستان پوځ د جمعې په ورځ ویلي، چې د شمالي وزیرستان په رزمک سیمه کې د یو لړ پوځي عملیاتو په ترڅ کې یې د پاکستان د طالبانو د تحریک درې تنه وژلي دي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې هم لیکلي، چې دغه عملیات په سیمه کې د ټي‌ټي‌پي د غړو د حضور په اړه د یو لړ امنیتي اطلاعاتو وروسته د وزیرستان په رزمک کې ترسره ي .
د دغه راپور له مخې، په دغو عملیاتو کې د امنیتي ځواکونو او د ټي‌ټي‌پي وسله‌والو تر منځ سخته جګړه هم شوې چې په پایله کې یې د دغې ډلې درې تنه وسله‌وال وژل شوي او یو بل تن یې ژوبلېدلی دی.
د پاکستان پوځ ویلي، چې په سیمه کې د ټي‌ټي‌پي د نورو غړو لټه هم روانه ده، پوځ دا رنګه ویلي دوی هوډمن دي چې دوی به په دغه هېواد کې د ترهګرۍ جرړې له بیخه وباسي.
د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، په تېر یو کال کې د ترهګرو ډلو ځوځښتونه په دغه هېواد کې د پام وړ زیات شوي دي.
د پاکستان د امنیتي څېړنو او مطالعاتو مرکز په یو راپور کې ویلي، چې په ۲۰۲۳ کال کې د ۷۸۹ ترهګریزو بریدونو له امله شاوخوا یو نیم زر کسه په دغه هېواد کې وژل شوي چې په تېرو شپږو کالو کې دا تر ټولو لوړې شمېرې دي.
د دغو بریدونو ډېر هغه یې په خیبر پښتونخوا او بلوچستان صوبه کې شوي دي.

په پاکستان کې د مرګونو بریدونو له زیاتېدو سره د دغه هېواد چارواکو ویلي، چې ټي‌ټي پي دغه ټول بریدونه په افغانستان کې پلانوي، هغو چې هلته پټنځایونه لري؛ خو طالبان بیا وايي چې په افغانستان کې هیڅ بهرني ځواکونه نه شته او نه دغلته کومه وسله‌واله ډله شته، چې د نورو هېوادونو لپاره ګواښ پېښ کړي.
پاکستان له طالبانو غوښتي، چې د تحریک طالبان پاکستان (ټي‌ټي‌پي) ټول غړي دې دوی ته وسپاري.
همدغه پرون هم د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ممتاز زهرا بلوڅ یو ځلې بیا په خبري ناسته کې پر طالبانو غږ وکړ، چې د ټي‌ټي‌پي غړي دې دوی ته وسپاري.

نور خبرونه

رادیو