د ایران په ځینو سیمو کې د افغان کډوالو د وتلو لپاره وخت ټاکل شوی

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۶

د ایران اقتصادي خبري اژانس راپور ورکړی چې د ایران د فارس ولایت په ځینو سیمو کې بېنرونه لګول شوي، چې افغانانو ته تر دوو میاشتو پورې وخت ور کړل شوی چې له دغو سیمو ووځي.

تر دې مخکې له اصفهانه یوه افغان کډوال هم د کوی راه حق په سمیه کې د ورته ضرب الاجل د لګولو خبر ورکړی و.

د ایران اقتصادي خبري اژانس لیکلي د یو بېنر انځور هم خواله رسنیو کې خپور شوی چې پکې د طسوج ښار او د دشتک او ولی عصر په کلیو کې د کورونو مالکینو ته خبرداری ورکړل شوی.

په دغو بینرونو کې له افغان کډوالو غوښتل شوي، چې په راتلونکو دوو میاشتو کې خپل کرايي کورونه خالي کړي او خپلو مالکانو ته یې وسپاري او له دغو سیمو ووځي.

په دې پیغامونو کې بیا هم خبرداری ورکړل شوی چې له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.

دا معلومه نه ده چې دا بېنرونه چا نصب کړي دي.

د دغو بېنرونو انځورونه چې په ټولنیزو شبکو او ایراني رسنیو کې خپاره شوي ښيي، چې په ولي عصر کلي کې په لګول شویو بېنرونو کې له دې سیمې د افغانانو د اېستلو لپاره د تلي تر ۳۰ مه نېټه ټاکل شوې ده.

د طسوج ښار په دشتک کلي کې نصب شوي بېنر کې، افغان کډوال د وږي تر پایه پورې وخت لري چې له دې کلي ووځي.

په طسوج ښار کې په لګېدلو بېنرونو کې افغان وګړو ته د کرایه شویو کورونو خاوندانو ته هم خبرداری ورکړل شوی، چې له دغو کډوالو سره خپل تړونونه تمدید نه کړي.

په دې وروستیو کې په اصفهان کې یوه افغان کډوال افغانستان انټرنشنل ته یوه ویډیو کې خبر ور کړی، چې د کوی راه حق په سیمه کې یو بېنر لګول شوی، چې افغان کډوال د وږي تر پایه له دغه ولایته ووځي.

په همدې حال کې د ایران حکومت په دې وروستیو کې د افغان کډوالو د نیولو او شړلو لړۍ ګړندۍ کړې او هره ورځ سلګونه کډوال افغانستان ته ستنوي.

نور خبرونه

رادیو