ایران د تهران په جنوب لویدیځ کې له یوه کوچني ښارګوټي دوه زره افغانان واېستل

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۶

د تهران د رباطکریم ولسوالۍ د پولیسو مشر وايي، د روان کال له پیله تر اوسه دوه زره افغانان له پرند ښار اېستل شوي دي.

تیمور کلانتري د سپاه پاسدران اړوند تسنیم خبری اژانس ته ویلي، په دې موده کې ۲۰ تنه بهرنی وګړي هم نیول شوي دي.

د راپور پر اساس چې د پنجشنبې په ورځ «د زمري ۲۵مه» خپور شو، د رباطکریم ښار د پولیسو مشر په خبري ناسته کې اعلان وکړ، چې «د روان کال له پیل راهیسې په پرند ښار کې ۲۰ تنه بهرني وګړي نیول شوي دي. په ښار کې دوه ټیمي کورونه هم په پېژندل شوي او له درېو زرو بهرني وګړو دوه زره یې خپل هېواد ته لېږل شوي دي.»

د ایران د اسلامي جمهوریت د سرحدي ساتونکو قوماندان احمد علي ګودرزي د دوشنبې په ورځ « د زمري ۲۲مه» یوې خبري ناستې ته وویل چې د غیر قانوني کډوالو د اېستلو پالیسي به د روان کال تر پایه دوام وکړي.

د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د وروستیو راپورونو له مخې تېر کال له ایران، پاکستان او نورو هېوادونو څخه څه باندې ۱ میلیونه ۷۹۹ زره کسان افغانستان ته راستانه شوي دي.

نور خبرونه

رادیو