مجاهد: په افغانستان کې د اېمن الظواهري د مړي د شتون په اړه هېڅ کوم سند نه شته

د طالبانو ویاند وایي، چې په افغانستان کې د القاعدې ډلې د مشر اېمن الظواهري د مړي د شتون په اړه هېڅ کوم سند نه شته. ذبیح الله مجاهد له «العربیه فارسي» شبکې سره په مرکه کې ویلي، چې د الظواهري د وژل کېدو په اړه د طالبانو څېړنې روانې دي، خو تر اوسه کومې پایلې ته نه دي رسېدلي.

نوموړی وایي، چې یاده ډله په افغانستان کې د الظواهري د شتون او د هغه د وژل کېدو په اړه د امریکا ادعا نه تاییدوي.
د طالبانو ویاند همداراز زیاتوي، چې په افغانستان کې د اېمن الظواهري شتون د دې ډلې له خوا تثبیت شوی نه دی.
ښاغلی مجاهد دغه راز زیاتوي: «هېچا الظواهري نه دی لیدلی او معلومه هم نه ده چې جسد یې چېرته دی.»
د القاعده ډلې مشر اېمن الظواهري د ۱۴۰۲ کال د زمري په اتمه نېټه په کابل کې د امریکا د هوايي برید په پایله کې ووژل شو.
طالبانو په هغه وخت کې هم په افغانستان کې د نوموړي شتون او وژنه رد کړې وه.
دا په داسې حال کې ده، چې یوې عربي رسنۍ بیا د روان کال د زمري میاشتې په ۱۱مه د الظواهري د وژلو او په کابل کې یې د اوسېدو په اړه تازه جزییات خپاره کړل.
د الان خبري اژانس د خبر له مخې، د طالبانو د استخباراتو یو غړي ظواهري تر کابله رسولی و او لږ تر لږه د استخباراتو ادارې درې نور غړي هم له دې موضوع خبر شوي وو.
د دغه راپور پر بنسټ، الظواهري څو اونۍ د کابل په دوو بېلابېلو سیمو کې پاتې شوی و.
یادې رسنۍ همداراز لیکلي، کله چې د طالبانو د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني په کابل کې د القاعدې ډلې د مشر له شتون خبر شو، د هغه په غوښتنه الظواهري [د شېرپور] په سیمه کې یوې ودانۍ ته ولېږدول شو؛ خو امریکایانو د هغه استوګنځای مالوم او په هماغه ځای کې یې وواژه.
الان خبري اژانس د خپلو سرچېنو له قوله لیکلي، چې د الظواهري مړی د پکتیا ولایت د یوې لرې ولسوالۍ د «نېکه» په نامه سیمه کې ښح کړل شوی دی.
په کابل کې د الظواهري اوسېدل د امریکا او طالبانو تر منځ د شوې هوکړې څخه سرغړونه وه، له همدې امله د هغه د حضور او مرګ په اړه طالبان انکار کوي.