هه‌نګاو: ایراني چارواکو په رواني ناروغۍ د یو اخته افغان په ګډون څلور تنه په دار ځړولي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۵

د ایران د بشري حقونو جلا وطنه سازمان هه‌نګاو وايي، چې ایراني چارواکو د اعدامونو په لړ کې څلور تنه کردان او یو تن افغان بندي (د اګست په ۱۲مه) نېټه په دار ځړولي دي.

داسې ویل کېږي، چې دغه اعدام شوي بندیان د نشه‌یي توکو په قاچاقو کې د ښکېلتیا او قصدي قتلونو په جرم اعدام شوي دي.
د دغو اعدام شویو کسانو له ډلې له یو تن افغان وګړي پرته د ټولو نومونه اخیستل شوي؛ خو د نوموړي په اړه همدومره ویل کېږي، چې دغه اعدام شوی افغان چې په رواني ناروغۍ هم اخته و په عمدي قتل تورن شوی و.
هه‌نګاو لیکلي، چې تر اوسه د دغو اعدام شویو کسانو په اړه د ایران حکومتي رسنیو او ان هغو رسنیو چې د حکومت له قضایي ادارو سره نږدې اړیکې لري هم څه نه دي ویلي.
د بښنې نړۍوال سازمان د راپور له مخې، ایران په تېر ۲۰۲۳ میلادي کال کې ۸۵۳ تنه اعدام کړي چې ډېر یې د نشه‌یي توکو په تور نیول شوي کسان وو.

نور خبرونه

رادیو