د پاکستان د پوځ مشر: له افغانستان سره ښې اړیکې غواړو

د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر وایي:« افغانستان زموږ ورور ګاونډی هېواد دی. له افغانستان سره ښې اړیکې غواړو.» ښاغلي منیر دغه څرګندونې تېره ورځ د پاکستان د ازادۍ ورځې په پار یوې جوړې شوې غونډه کې د وینا پر مهال وکړې.

هغه له افغان طالبانو غوښتي، چې «خوارجو» ته دې پر خپل ورور او خېرخواه ګاونډي هېواد لومړیتوب نه ورکوي.
تر دې وړاندې هم د پاکستان بېلابېلو چارواکو په بېلابېلو څرګندونو کې طالبان تورن کړي وو، چې ټي‌ټي‌پي ته یې د افغانستان په خاوره کې پټن ځایونه ورکړي دي.
پاکستاني چارواکي تل دا ادعا کوي، چې ټي‌ټي‌پي له افغانستانه پر پاکستان لوی بریدونه پلانوي.
نوموړي تېره اونې هم له افغان طالبانو وغوښتل، چې د پاکستان د تحریک طالبان د ملاتړ لپاره دې د اسلام اباد مخالفت ونه کړي.
هغه د خپلو خبرو پرمهال ویلي، چې په خيبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ کچه يو ځل بیا لوړه شوې ده.
هغه وسله‌والو ډلو ته په خطاب کې ویلي:« که تاسو د پاکستان په اساسي قانون باور نه لرئ؛ نو موږ هم تاسو پاکستانیان نه بولو.»
هغه خپلو خبرو کې د پښتنو د زړورتیا یادونه وکړه او ویې ویل چې، زموږ پښتنو وروڼو د زړورتیا، سرښندنې او قربانیو یو نه ماتېدونکی داستان جوړ کړی چې له امله یې ټول ولس ستاینه کوي.