جماعت اسلامي ګوند وایي، پاکستان او افغانستان دې د يو بل پر ضد له توندو څرګندونو لاس واخلي

د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند مشر حافظ نعيم الرحمان ویلي، چې پاکستان او افغانستان دې د يو بل پر ضد د توندو څرګندونو لاس واخلي او دوه اړخيزې مسلې دې د خبرو له لارې هوارې کړي.

ښاغلي رحمان یوې غونډې ته د وینا پر مهال وویل:« زموږ سیمه د تاوتریخوالي په درشل کې ده؛ نو پاکستاني واکمنان دې په افغانستان کې له لانجو ګونجو ډډه وکړي او د طالبانو حکومت دې هم له زغمه کار واخلي.»
د جماعت اسلامي مشر تور ولګاوه، چې د افغانستان خاوره په پاکستان کې د ترهګریزو فعالیتونو لپاره کارول کېږي.
نوموړي د اسلام اباد او په کابل کې د طالبانو ترمنځ د خبرو اترو پلوي وکړه او ويې ويل، چې د ستونزو يواځينۍ حل لاره خبرې اترې دي.
ښاغلي رحمان په بلوچستان کې د ناکراریو په اړه شکایت وکړ او له حکومته یې وغوښتل، چې د بلوڅانو د شکایتونو د اورېدو لپاره دې په رسمي ډول له خلکو سره خبرې وکړي.
هغه وويل:« بلوچستان د کرکې په اور کې سوځي.»
ورته مهال د پاکستان د پوځ مشر عاصم منیر وایي، چې افغانستان زموږ ورور ګاونډی هېواد دی.
هغه وایي:« موږ له افغانستان سره ښې اړیکې غواړو.»
ښاغلي منیر دغه څرګندونې تېره ورځ د پاکستان د خپلواکۍ د ورځې په پار یوې جوړې شوې غونډه کې د وینا پر مهال وکړې.
هغه له افغانستانه غوښتي، چې «خوارجو» ته دې پر خپل ورور او خېرخواه ګاونډي هېواد لومړیتوب نه ورکوي.