د تورخم لاره د مساپرو د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوه

د خیبر پښتونخوا په خیبر سیمه کې چارواکي وايي، د پاکستان او افغانستان ترمنځ د تورخم لار بېرته پرانیستل شوې ده. د تورخم دروازه د دوشنبې په ورځ وروسته له هغه وتړل شوه، چې د پاکستاني ځواکونو او افغان طالبانو ترمنځ نښته وشوه.

د پاکستاني لوري په دغو نښتو کې د ګڼو سرتېرو د ټپي کېدو راپورونه ورکړل شوي دي؛ خو کره شمېره یې له رسنیو سره نه ده شریکه شوې.
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي و، د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې پر یوه کور د پاکستاني ځواکونو له‌خوا د هاوان مرمۍ لګېدو له امله یوه ښځه او دوه ماشومان وژل شوي دي.
د هغه په وینا، په دغو ځوابي ډزو کې د پاکستاني خوا دوه پوستې له منځه تللې دي.
دغه لاره د پاکستاني او افغان طالبانو ترمنځ له خبرو اترو وروسته پرانستل شوه؛ خو افغان لوري ته د پوستې د جوړولو په سر ستونزه نه ده هواره شوې.
د پاکستان امنیتي چارواکي وايي، د افغان طالبانو له‌خوا د پوستې د جوړولو له امله د ډزو تبادله پیل شوې وه.
دواړو پلاویو نن د اوربند په ټینګښت سره هوکړه وکړه.
پلاوي په خپلو کې پر دې سلا شوي، چې پر اختلافي مسلو به د بهرنیو چارو وزارت په کچه خبرې کېږي.