سیګار: په امریکا او کاناډا کې افغان کډوال د کارونو په موندلو کې له ستونزو سره مخامخ دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۳

د افغانستان د بیارغاونې له پاره د امریکا د څار ځانګړې اداره (سیګار) وايي، چې په امریکا او کاناډا کې افغان کډوال د کارمېندنې په برخه کې له لالهاندیو او ستونزو سره مخامخ شوي دي.

سیګار د دوشنبې په ورځ ناوخته د (زمري ۲۲مه) په خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه کډوال د نړۍوالې ټولنې له کړو وړو راضي نه دي.
دغې ادارې ویلي، چې افغان کډوال په دغو دواړو هېوادونو کې د ځانګړو تجربو د نشتوالي او نا بلدتیا له امله نه شي کولای ځانونو ته مناسب او وړ کارونه بیامومي، چې له همدې امله دوی نهیلي شوي او د خپګان سره مخامخ دي.
دا رنګه د سیګار په لیکنه په دغو هېوادونو کې کډوال د ناڅرګنده حقوقي برخلیک سره هم مخامخ دي؛ خو په کاناډا کې بیا لږ تر لږه نوي ورغلي افغان کډوال د دایمي استوګنې د سند تر لاسه کولو لپاره د هوساینې احساس کوي.
له هغه مهاله چې طالبان پر افغانستان واکمن شول ګڼو افغانانو له افغانستانه د تېښتې هڅه وکړه، چې په هماغو لومړیو شپو ورځو کې زرګونه خلک له خپل هېواده ووتل، ځیني یې په پوځي الوتکو او ځینې نور یې بیا پر نورو لارو له افغانستانه ووتل چې زیات شمېر یې امریکا ته ولاړل.
خو نن سبا په امریکا ګڼ کډوال د خپل حقوقي برخلیک له امله اندیښمن دي او وایي، لا هم مالومه نه ده چې کله به دوی په هغه هېواد کې د استوګنې دایمي سندونه تر لاسه کړي.

نور خبرونه

رادیو