د ایران د کورنیو چارو وزارت ته نوماند ایران ته د افغان کډوالو د ورتلو د مخنیوي غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۳

د ایران د کورنیو چارو وزارت ته نوماند سکندر مومني وايي، چې دغه هېواد ته باید د افغان کډوالو د ورتلو مخه ونیول شي.

نوموړي د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرنۍ پالیسي د کمېسیون په غونډه کې ټینګار وکړ، چې ایران ته د کډوالو د ننوتلو د مخنیوي لپاره د پولو بندول یواځینۍ حل لاره ده.

اسکندر مومني د سه شنبې په ورځ د (زمري ۲۳مه) په دغه کمېسیون کې خپله تګلاره او پلانونه تشریح کړل.
د دغه کمېسیون ویاند د مومني له قوله ویلي:«افغان کډوال باید منظم شي او د دغې ستونزې حل لاره د پولې تړل دي.»
هغه زیاته کړه، چې موږ به دا پلان عملي کړو.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان د ټاکنیز کمپاین پر مهال د افغانستان د پولو په تړلو ټینګار کړی و.
د پخواني افغان حکومت له پرځېدو وروسته د هېواد مېلیونونه وګړي ګاونډیو هېوادونو په ځانګړې توګه ایران او پاکستان ته کډوال شول.
د ایران د کورنیو چارو اوسني وزیر احمد وحیدي ویلي، چې دمګړۍ په ایران کې شاوخوا پنځه مېلیونه افغانان ژوند کوي.

نور خبرونه

رادیو