په اصفهان کې د یوه افغان ځوان مړی په حوض کې موندل شوی

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۲

باوري سرچینو ویلي، د ایران په اصفهان ښار کې د یوه ۱۸ کلن افغان ځوان مړی په یوه حوض کې موندل شوی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې؛ د عبدالسلام په نوم د دغه ځوان مړى چې د هرات د فارسي ولسوالۍ اوسېدونکى و، تېره شپه د اصفهان ښار د رضا په سيمه کې په يوه حوض کې موندل شوى دى.

د عبدالسلام جسد به د دوشنبې په شپه د نیمروز له پولې افغانستان ته ولېږدول شي.

یوه ویډیو چې افغانستان انټرنشنل ته رسېدلې ده، یو شمېر کسان ښيي چې د یوه تنکي ځوان جسد له حوض څخه اېستل کېږي.

ویډیو چې د شپې ثبت شوې په کې ښکاري، چې پر تن یې کمیس او پتلون دی.

د افغان ځوان خپلوان وايي، له چا سره یې شخصي دښمني نه درلوده؛ خو د ډوبېدو د څرنګوالي په اړه د دوی پوښتنې بې ځوابه پاتې دي.

ایراني چارواکو د پېښې په اړه څه نه دي ویلي.

د افغان ځوان د مړینې خبر په داسې حال کې خپریږي، چې په وروستیو میاشتو کې په ایران کې د "کډوالۍ ضد" نوې څپې راپورونه ورکړل شوي دي.

د ډوبېدو لامل لا هم څرګند نه دی.

نور خبرونه

رادیو