افغان ډېپلوماتانو په ایران کې له افغان ځوان سره د ناوړه چلند د سمدستي څېړونو غوښتنه وکړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۱

د افغانستان د سیاسي او کونسلي نماینده ګیو د انسجام شورا د یوې اعلامیې په خپرولو سره په ایران کې له افغان کډوالو سره د وروستیو ناوړه چلندونو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.

دغې شورا په ایران کې له یوه افغان ځوان سره د ناوړه چلند په اړه د سمدستي څېړونو غوښتنه وکړه.

د افغانستان د سیاسي او کونسلي نمایندګانو د انسجام شورا د یکشنبې په ورځ په یوه اعلامیه کې د دې تنکي ځوان شکنجه یوه زړه بوږنونکې او غیر انساني پېښه وبلله.

افغان ډېپلوماتانو له افغان کډوالو سره چلند د اساسي بشري حقونو، اسلام او د ښه ګاونډيتوب له اصولو سره په ټکر کې بللى دى.

په خبرپاڼه کې راغلي: «په تېرو لسیزو کې د میلیونونو افغان کډوالو د کوربه توب د ستاینې په ترڅ کې، موږ پر ایراني چارواکو غږ کوو، چې د دغې غمجنې پېښې په اړه هر اړخیزه او شفافه څېړنه وکړي او په راتلونکي کې د داسې کړنو د بیا تکرار د مخنیوي لپاره لازم اقدامات وکړي.» .

د افغانستان سیاسی نمایندګانو هم په ایران کې د افغان کډوالو د حقوقو او هوساینې د ساتنې لپاره د ایران له اسلامي جمهوریت وغوښتل چې له افغان کډوالو سره د انسانی چلند وکړ.

په دې وروستیو کې داسې عکسونه او ویډیوګانې خپرې شوې، چې د دماوند ښار د ابسارد په کلي کې د ایران اسلامي جمهوریت د پولیسو یو افسر د یوه افغان ځوان لاسونه او پښې نیولي او یو بل افسر یې پر غاړه زنګون وهي.

د افغانستان انټرنشنل د دوشنبې په ورځ د دغه تنکي ځوان د شکنجې یوه ویډیو خپره کړه، چې د افغان او ایراني وګړو پراخ غبرګونونه یې راپارولي دي.

نور خبرونه

رادیو