د ترکیې امنیتي ځواکونو ۱۱۲ تنه هغه کډوال ژغورلي چې له یونان څخه شړل شوي وو

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۱

د ترکیې ساحلي ګارد د ۲۳ ماشومانو په ګډون ۱۱۲ ناقانونه کډوال ژغورلي، چې له یونان څخه له شړل کېدو وروسته د ازمیر ولایت ساحل ته څېرمه په سمندر کې ګېر وو.

د ترکیې د سرحدي ځواکونو په اعلامیه کې ویل شوي، چې سیمې ته امنیتي ټیمونه وروسته له هغه واستول شول چې د سیفیریسار او مینډیرس ولسوالیو څخه په ربړي کښتیو کې د غیرقانوني کډوالو د یوې ډلې په اړه معلومات ترلاسه شول.

امنیتي ټیمونو د ۱۴ ماشومانو په ګډون ۶۵ ناقانونه کډوال د ربړي کښتیو څخه ژغورلي، چې د یوناني ځواکونو له خوا د ترکیې اوبو ته شړل شوي وو.

سربیره پردې، سرحدي ځواکونو ویلي، چې د ازمیر ولایت د کارابورن او اورلا ولسوالیو ساحلې سیمو کې د یونان څخه د راشړل شوو کډوالو ربړي کښتۍ د ماشین د خرابوالي له امله ډوبه شوې او له ترکي ځواکونو یې د مرستې غوښتنه کړې وه.

د دغو ځواکونو په وینا؛ امنیتي ټیمونو له کښتیو څخه د نهو ماشومانو په ګډون ۴۷ غیرقانوني کډوال وژغورل.

کډوال له ژغورنې وروسته د اسنادو د پروسس لپاره د دغه ولایت د کډوالۍ ریاست ته استول شوي دي.

نور خبرونه

رادیو