د طالبانو کډوالو وزارت: تېر یوه کال کې نږدې ۱۸ لکه افغان کډوال هیواد ته راستانه شوي

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۱

د طالبانو د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي، تېر یوه کال کې یو میلیون او ۷۷۹ زره او ۶۰۳ تنه افغان کډوال، له ایران، پاکستان او ځینو نورو هيوادونو څخه افغانستان ته راستانه شوي.

د کډوالو وزارت د پلان او پالیسۍ مشر محمود الحق احدي دغه شمېرې د دغه وزارت د تېر یوه کال د حساب ورکړې په پروګرام کې یادې کړې دي.

د کډوالو وزارت د تېر ۱۴۰۲ کال د حساب ورکړې په پروګرام کې چې نن یکشنبه (زمري ۲۱مه) په کابل کې جوړ شوي و، وويل چې دغه شمېر کډوال له دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان څخه په زور او خپله خوښه او له ځینو نورو هیوادونو څځه راستانه شوي دي.

د وزارت چارواکو ویلي، چې له دغو کډوالو سره د یاد وزارت د کمو مرستو تر څنګ د کډوالۍ نړۍوالې ادارې، د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ، د کډوالۍ او خوړو نړېوال پروګرام دفترونو مرستې کړې دي.

‏د کډوالو او را ستنېدونکو چارو وزارت د پلان او پاليسۍ مشر محمود الحق احدي د دغه وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو او حساب ورکړې په پروګرام کې ویلي، چې تېر کال پنځه زره او۷۶۶ افغان کډوال چې په پاکستان او ترکيې هېوادونو کې بنديان وو د کډوالو او بهرنيو چارو‏وزارتونو په هڅو له بندخونو څخه خلاص او هیواد ته راستانه شوي دي.

‏وزارت وايي، په ياده موده کې د ايران له بندخونو هم څلور زره افغان بندیان خلاص او خپل هېواد ته را ستانه شوي دي.

په تېر یوه کال کې ایران او پاکستان له یونیم میلیون ډېر افغانان نیولي، ربړولي او له زنداني کېدو وروسته په زور له خپلو هیوادونو شړلي او له دوی سره د کډوالو د نړۍوالو قوانیو خلاف کړنې ترسره کړې دي.

نور خبرونه

رادیو