له ایران څخه په ناقانونه توګه د افغانانو ویستل او له هغوی سره ناوړه چلند

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۰

په ایران کې د افغان کډوالو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو او پولیسو د فشارونو په دوام سره، اوس له افغانانو سره د سخت چلند او په ناقانونه توګه د هغوی اېستل ډیر شوي دي.

د شرق په نوم ایرانۍ ورځپاڼې ویلي، چې د ۱۰ تر ۱۷ کلونو عمر لرونکي تنکي ځوانانو د اسنادو د لرلو سربیره، نیول شوي دي

شرق د زمري په ٢٠مه په خپل رپوټ کې ليکلي، چې په تېرو ورځو کې د ایران دماوند په ښار کې له یو افغان ځوان سید مهدي سره د ایراني امنیتي ځواکونو قهرجن چلند په دغه هېواد کې له بهرنیو وګړو سره ناوړه چلند پېښې نورې هم پېچلې کړي دي.

دغه راپور د ټولنیزو فعالانو په حواله لیکلي، چې که څه هم له ۱۸ کلونو کم عمره ماشومانو او ښځو یوازې له پولې اړول غیرقانوني دي، خو دا ډول پېښې شوي دي.

د ایران په دماوند ښار کې د ایرني امنیتي مسوولانو د یو افغان ځوان سید مهدي سره ناوړه چلند ویډیو تېره چهارشنبه - زمري په ۱۷مه - افغانستان انټرنشنل خپره کړه.

دې ویډیو د ټولنیزو رسنیو کاروونکو غبرګونونه راوپارول او د دغه ځوان پر غاړه د ایراني افسر د زنګون ایښودل، په ۲۰۱۹ کال کې په امریکا کې د جورج فلویډ له مړینې سره پرتله شو، چې په دغه هېواد کې د پراخو اعتراضونو لامل شوی و.

شرق په خپل راپور کې د پنځلس کلن افغان ځوان امیر علي د نیولو په اړه بله کیسه کړې، چې د تهران په سویل لویدیځ کې په یو ښوونځي کې زده‌کړې کوي.

هغه څو ورځې وړاندې د استوګنې د اسنادو لرلو سربیره له پولې څخه د اړولو لپاره ونيول شو.

په دې راپور کې راغلي، چې د امیر علي د زندان پر مهال ټپي شوې و او د هغه د اورېدلو وسیله چې دوی په ډېر زیار سره ترلاسه کړې وه، د هغه د نیول کیدو پرمهال تر پښو لاندې شوې او ماته شوې وه.

د اسنادو له لرلو سربیره د افغان تنکیو ځوانانو نیول

يوې ټولنيزې فعالې او د امير علي د کورنۍ سره مرسته کوونکې سيما صدر شرق ته وويل، د ۱۰ او ١٧ کلونو ترمنځ افغان تنکي ځوانان د کافي اسنادو له لرلو سربیره له پولې څخه د اړولو په موخه نیول شوي دي.

د دې په بیانولو سره چې د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکي ډیری ماشومان په ځانګړي توګه هلکان ښايي د امیر علي قضیې ته ورته یو څه تجربه کړي ، صدر زیاته کړه: "دا دوهم ځل دی چې د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لرونکي ماشومان پرته له دې، چې د دوی د هویت اسناد وڅېړل شي د پولې څخه د اړولو لپاره کمپونو ته لېږل کیږي.

دغې ټولنيزې فعاله پاکدشت يو له هغو سيمو څخه بولي، چې په کې کډوال مېشت دي او وايي، چې په تېرو شپږو مياشتو کې يې د ۱۰ او ١٧ کلونو تر منځ د هلکانو ډېرې کيسې اورېدلي چې د استوګنې پېژندپاڼو له کتلو پرته نيول شوي دي.

د جمعې په ورځ، د زمري په ۱۹مه، د یو ایراني پولیس افسر د ویډیو له خپرېدو څو ورځې وروسته چې د سید مهدي پر مرۍ یې زنګون ایښی و، په کابل کې د طالبانو حکومت د یوې اعلامیې په خپرولو سره له ایران اسلامي جمهوریت غوښتي چې د افغان کډوالو پر وړاندې تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

د طالبانو د کډوالو وزارت په دغه اعلامیه کې لیکلي دي چې «د ایراني پولیسو له خوا له یو کډوال سره د ناوړه چلند د زړه بوږنونکو ویډیوګانو خپریدو دغه ډله ډیره اندېښمنه کړې ده.»

دا لومړی ځل دی چې طالبانو په رسمي ډول د ایران اسلامي جمهوریت د پولیسو له خوا د یو افغان کډوال د شکنجه کولو په اړه غبرګون ښيي.

حقوق پوه رضا شفاخواه د کم عمره بندیانو سره په زندان کې د چلند په اړه د شرق ورځپاڼې ته وویل: "دغه چلند هیڅ یو د ایران اسلامی جمهوریت له قوانینو او هغه کنوانسیونونو سره چې موږ لاسلیک کړي دي، همغږی نه دی."

دغه وکیل د دې په بیانولو سره چې کله حقوقي بحث کیږي، ځینې فکر کوي چې د ماشوم د حقونو فعالان له پوهې او تخصص پرته احساساتي خلک دي، وايي، چې دا ډول چلند د منلو وړ نه دی.

شفاخواه زیاته کړه، چې له «ناقانونه وګړو» سره باید د کډوالو د کنوانسیون او کورنیو قوانینو په چوکاټ کې چلند وشي.

د زمري د میاشتې په ۱۹ نېټه د اهل سنت زاهدان د جمعي امام مولوي عبدالحمید اسماعیل ذهي د جمعې د لمانځه په خطبه کې د افغان کډوالو تنکیو ځوانانو سره د پولیسو د افسرانو د ناوړه چلند او د دوو تنکیو انجونو د وهلو ویډیوګانو ته اشاره وکړه او د ارشاد ګزمې ځواکونو ددې کار په اړه یې وویل، چې دا پیښې به "د بدنامۍ لامل شي".

پرته له محکمې د کډوال له پولې اړول

شفاخواه نورو هېوادونو ته په اشارې سره وايي، چې دریمه محکمه باید د هر پناه غوښتونکي وضعیت وڅېړي او حتا پناه غوښتونکی حق لري چې د محکمې د حکم په وړاندې د اعتراض لپاره وکیل ولري. هغه وویل: "تاسو باید څوک په سړک ونه نیسی که هغه اسناد لري یا یې نه لري او داسې هم باید ونکړی چې موټر ته یې واچوي او په مستقیم ډول یې د پولې څخه د اړلو لپاره کمپ ته بوځي. پولیس باید دا کسان شخصاً ونه نیسي.»

نوموړي له کورنۍ پرته د ۱۸ کلونو د کم عمره ماشومانو شړل د ټولو قوانينو خلاف بللی او ټينګار يې کړی، چې که شړل کېږي، بايد د محکمې په حکم او له کورنۍ سره یې یوځای وشړل شي.

په پای کې دغه وکیل د پولیسو هغه افسر ته چې د یو کاڼه افغان ماشوم (سید مهدي) پر غاړه یې زنګون وهلی و، وايي، چې پولیس حق نه لري چې څوک ووهي او زیاته یې کړه: "دا ټول ناروا چلند دی خو موږ هره ورځ په ښار کې ګورو، چې مهمه نه ده کوم کډوال اسناد لري او که یې نه لري ،دوی اېستل کیږي."

د افغانستان انټرنشنل د راپورونو پر پنسټ په افغانستان کې بیا ځلي د طالبانو له واکمنېدو وروسته د پام وړ شمېر افغانان ایران ته کډوال شوي دي.

د دغو کډوالو یوه لویه برخه ښځې او نجونې دي، چې په افغانستان کې د زده کړې او کار له حق څخه بې برخې شوي دي.

د کډوالو بله برخه د تیر حکومت عسکر او کارمندان دي، چې د طالبانو د غچ اخیستنې له ویرې ایران ته تښتیدلي دي.

په افغانستان کې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د اقتصادي بحران او پراخې بېکارۍ له امله یو شمېر کډوال هم ایران ته د کار لپاره تللي دي.

په دې وروستیو اونیو کې پر کډوالو د ایران د اسلامي جمهوریت د امنیتي ځواکونو او یو شمیر ایراني وګړو فشارونه زیات شوي او په کډوالو باندې د بریدونو د پام وړ پېښې ثبت شوي دي، خو په ایران کې د افغان کډوالو په وړاندې د ایران عامو وګړو د سیستماتیک ناوړه چلند موضوع د پام وړ ده.

نور خبرونه

رادیو