طالبان: په کونړ ولایت کې په دوو جلا پېښو کې ۱۶ کسان ټپیان شوي دي

د طالبانو تر کنټرول لاندې باختر اژانس راپور ورکړی، چې په کونړ ولایت کې د یوه موټر د چپه کېدو او د یوه کور د چت پرېوتو پېښه کې ۱۶ کسان ټپیان شوي دي.

په کونړ ولایت کې د ناړۍ ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال امین الله د پېښې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې دغه موټر د ناړۍ ولسوالۍ په شاوخوړ سیمه کې اوښتی دی.
د نوموړي په خبره، په دغه پېښه کې ۱۰ تنه ټپیان شوي دي.
له بل پلوه په کونړ ولایت کې پېښو ته د رسېد پر وړاندې د طالبانو د مبارزې او چمتووالي اداره وایي، چې برایي شپه د دغه ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې د یوه کور چت پرېوتی دی.
د دغې ادارې په وینا، په دغې پېښه کې درې ښځې او درې ماشومانې ټپيان شوې دي.
دغې ادارې ویلي، ټپیان یې روغتون ته لېږدولي؛ خو د دوو ټپیانو روغتیايي وضعیت د اندېښنې وړ ښودل شوی دی.