په بلوچستان کې د زورورو بارانونو له امله د درېیو ماشومانو په ګډون ۱۱ کسان مړه شوي دي

د بلوچستان صوبې د طبیعي پېښو پر ضد اداره وايي، چې د کوټې په شاوخوا سیمو کې د وروستیو بارانونو له امله ۱۱ تنه مړه شوي چې درې تنه یې ماشومان دي.

دا رنګه دغې ادارې ویلي، چې په دغو بارانونو کې اته تنه نور ټپیان شوي او تر څنګ یې ۱۵ کورونه په بشپړ ډول نړیدلي دي او نورو کورونو ته هم زیانونه اوښتي دي.
دغو بارانونو لارې سړکونه زیانمن کړي او کرنیزې ځمکې یې هم له منځه وړې دي.