د خیبرپښتونخوا په چارسده کې د وسلهوالو د برید له امله د پولیسو یو افسر وژل شوی دی
په خیبر پښتونخوا کې پولیس سرچېنې وايي، دغه پولیس افسر چې عصمت الله نومېده د چارسدې د خان مایي په تاڼه کې د پولیسو د استخباراتو (سپېشل برانچ) د برخې مشر و.
دغو سرچېنو وویل، پېښه د چارسدې په خان مايي سیمه کې هغه مهال شوې چې دغه پولیس افسر له خپل کوره دندې ته په لاره و.
تر اوسه د دغه برید پړه کومې ډلې په غاړه نه ده اخیستې؛ خو پولیس وايي چې په دې برخه کې د دوی پلټنې روانې دي.
خیبر پښتونخوا او بلوچستان هغه دوه صوبې دي، چې وخت نا وخت په کې پر پولیسو او نورو امنیتي ځواکونو بریدونه کېږي.
د خیبر پښتونخوا د پولیسو د راپورونو له مخې، په تېرو شاوخوا ۲۵ کالو کې ۲۳۰۰ پولیس په بېلابېلو وسلهوالو بریدونو کې وژل شوي دي.