په تېرا کې د وسله‌والې ډلې سره د نښتې له امله د پاکستاني سرتېرو په ګډون ۷ کسه وژل شوي دي

د خیبر پښتونخوا په تېرا کې د پاکستان د امنیتي ځواکونو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۴ وسله‌وال او ۳ پاکستاني سرتېري وژل شوي دي.

د پاکستان پوځ له‌خوا په یوې خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په تېرا دره کې په درېيو بېلابېلو ځايونو کې د امنیتي سرتېرو او وسله‌والو ترمنځ نښتې شوې، چې په پایله کې یې څلور وسله‌وال وژل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو نښتو کې د انعام ګل، محمد عمران او الطاف خان په نامه درې امنیتي سرتېري هم وژل شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې په سيمه کې لاهم د دوی د سرتېرو له‌خوا چاڼیز عملیات روان دي.
د دغې پېښې پړه د تحریک طالبان پاکستان ډلې په غاړه اخیستې ده.