د افغانستان د ازادۍ جبهه وايي، چې په کابل کې یې درې تنو طالبانو ته مرګ ژوبله اړولې

د افغانستان د ازادۍ جبهې په نامه ډلې ادعا کړې، چې تېر ماښام د ۱۴۰۳ لمریز کال (د زمري په ۱۹مه) نېټه یې د طالبانو د استخباراتو په موټرو برید کړی چې په پایله کې یې دوه طالبان وژل شوي او یو بل یې ټپي دی.

دغې جبهې په اېکس پاڼه د برید د ویډیو په خپرولو سره ویلي، چې تېر ماښام یې د کابل ښار په ۱۲مه ناحیه کې د کابل- ننګرهار د لویې لارې پر سر د طالبانو د استخباراتو د ادارې کاروان په نښه کړی او د ځاني زیان د اړولو تر څنګ یې د هغوی یو موټر هم ویجاړ کړی دی.
تر اوسه طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي او افغانستان انټرنشنل هم د یوې خپلواکې رسنۍ په توګه د دغې پېښې پخلی نه شي کولای؛ خو د ازادۍ جبهه وخت نا وخت د کابل په ښار کې پر طالبانو بریدونه کوي.