د ایران په کاشان ښار کې «قانوني او ناقانونه» افغانانو ته د دوکانونو اجاره ورکول منعه شول

AP ۱۴۰۳ زمری ۲۰

د ایران د کاشان ښار د کسبګرو د ټولنې مشر مهدي باقري مجرد ویلي، چې «د خوراکي تولیداتو او وېش په ټولو برخو کې د قانوني او ناقانونه بهرنیو وګړو کار کول منعه شوي دي.»

هغه دا رنګه ویلي، د کاشان په ښار کې هیڅوک افغان وګړو ته دوکانونه په اجاره نه شي ورکولای که هغه «قانوني وي او که نا قانونه» د هغوی لپاره د دوکانونو اجاره ورکول منعه دي.
د صدا او سیما خبري اژانس د جمعې په ورځ راپور ورکړی، چې مهدي باقري مجرد ویلي د کورونو سلاکاران او خاوندان هم نه شي کولای د کاشان په ښار کې ناقانونه خلکو او یا هغو کسانو ته کورونه په اجاره ورکړي چې پېژنګلوي یې سمه نه وي شوې.
نوموړي خبرداری ورکړی، چې له ټولو هغو کسانو سره به قانوني کړنې ترسره کېږي چې د خوراکي توکو په تولید او وېش برخو کې یې افغانانو ته کار ورکړی وي.

نور خبرونه

رادیو