د شپږیزې نهم پړاو کرېکټ سیالۍ د دوشنبې په ورځ پیلېږي
د شپږیزې نهم پړاو کرېکټ سیالۍ د دوشنبې په ورځ په کابل کې پیلېږي. د دغو سیالیو لپاره د لوبډلو د چمتووالي تمرینات تېره ورځ د امو نهنګانو لوبډلې لهخوا پیل شول.
د لوبو تر پیله به هره لوبډله د چمتوالي دغه تمرینات ترسره کوي.
په دغو سیالیو کې به پنځه لوبډلې د یو بل پر وړاندې ولوبېږي.
دغه سیالۍ د اګسټ میاشتې په ۱۲مه پیلېږي او د همدې میاشتې تر ۲۵مې نېټې به دوام وکړي.
د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د سپين غر او بند امير لوبډلو ترمنځ ده.
په دغو سیالیو کې به ټولې ۲۱ لوبې ترسره شي.