مجاهد: په افغانستان کې د داعش د شتون په اړه د لوېدیځوالو اندېښنې بې ځایه او پروپاګند دي
د طالبانو ویاند وایي، چې په افغانستان کې د داعش د شتون او ګواښ په اړه د لوېدیځو هېوادونو اندېښنې بې ځایه او پروپاګند دي. ذبیح الله مجاهد په اېکس خواله رسنۍ خپور کړي پیغام کې لیکلي، چې د طالبانو امنیتي ځواکونو داعش ډله په افغانستان کې سخته ځپلې ده.
نوموړی همداراز وایي، چې د افغانستان ټوله جغرافیه د دې ډلې تر کلک کنټرول لاندې ده، چې هیڅ خپل سري کورنۍ او بهرنۍ ډلې په کې د فعالیت جرات نه لري.
ښاغلی مجاهد زیاتوي، چې په افغانستان کې د داعش ډلې د شتون په اړه اندېښنې دغې ډلې ته ښکاره کمپاین دی او باید ودرول شي.
د طالبانو ویاند هم د نورو طالب چارواکو په څېر ټینګار کوي، چې هېچا ته د افغانستان له خاورې د بل هېواد پروړاندې د استفادې اجازه نه ورکوي.
ذبیح الله مجاهد په داسې حال کې دغه څرګندونې کوي، چې د ترهګرۍ پر ضد د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د پنجشنبې په ورځ امنیت شورا ته وویل، چې په تېرو شپږو میاشتو کې «د داعش خراسان ډلې مالي او لوژیستیکي ځواکمنتیا» ډېره شوې ده.
نوموړي دغه راز ویلي، چې د داعش خراسان ډله په افغانستان او پاکستان کې مرکزونه لري او دغې ډلې په خپلو لیکو کې د نویو ځواکونو د جذبولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړې دي.
د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په خپل راپور کې ویلي، چې داعش خراسان ډلې د طالبانو په امنیتي ځواکونو کې نفوذ کړی او غواړي خپل دغه نفوذ د مرکزي اسیا هېوادونو ته هم وغځوي.
خو طالبانو تل دا ادعاوې رد کړي او وایي، چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده.