طالبان: له افغان کډوالو غواړو، چې په خپله خوښه او باعزته توګه هېواد ته راستانه شي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۹

د طالبانو د کډوالو وزارت په ایران کې د افغان کډوالو سره د ناوړه چلند په غبرګون کې له ټولو افغانانو غوښتي، چې په خپله خوښه او باعزته توګه خپل هېواد ته راستانه شي.

‏دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي:« په دې وروستیو کې په خواله رسنیو کې په ایران کې له افغانانو سره د ناوړه او ډېر زړه بوږنوونکي انځورونه لاس په لاس کېږي، چې موږ یې ډېر اندېښمن کړي یو.»
‏خبرپاڼه کې راغلي، چې ‏په دې اړه باید د دواړو هېوادونو ترمنځ په همغږۍ هڅوونکې تګلارې جوړې او یاد هدف ترلاسه شي.
خبرپاڼې زیاته کړې ده، کوم افغانان چې په دغه هېواد کې ژوند کوي باید د کوربه هېواد ټول قوانین په پام کې ولري او ‏درناوی یې وکړي.
د خبرپاڼې په وروستۍ برخه کې راغلي:« لکه څنګه چې موږ له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو غوښتونکي یو، له دوی هم غواړو، چې داسې کړنې ونه کړي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې زیانمنوي او یا ځینو خلکو ته د ناسمو تبلیغاتو زمینه برابروي.»
د طالبانو د کډوالو وزارت په ایران کې د افغان کډوال زلمي سره د شوي زور زیاتي په اړه په تشې یوې ګیلې بسنه کړې، نه یې کوم خبرداری ورکړی او نه یې هم له نړۍوالې ټولنې غوښتي چې د افغان کډوالو سره په ناوړه چلند کلک غبرګون وښيي.

نور خبرونه

رادیو