په برازیل کې یوه الوتکه له ۶۲ سپرلیو سره غورځېدلې ده
برازیلي رسنیو د جمعې په ورځ راپور ورکړی، چې د دې هېواد په ساو پولو ایالت کې یوه الوتکه له ۵۸ مسافرو او ۴ خدمو سره غورځېدلې ده. د برازيل ولسمشر دغه پېښه غمجنه بللې او ويلي يې دي، چې ښايي د دغې الوتکې ټول مسافر مړه شوي وي.
هغه انځورونه چې په ټولنیزو رسنیو کې خپاره شوي ښيي، چې دا الوتکه په عمودي ډول او په داسې حال کې چې څرخېده، په ځمکه لګېدلې ده.
د ووپاس هوایي شرکت په یوې اعلامیه کې ویلي: «تراوسه د دې پېښې د څرنګوالي او د مسافرو د وضعیت په اړه هیڅ کوم جزیات نه شته .»
سیمه ییزو چارواکو ویلي، چې الوتکه په یوې ودانۍ غورځېدلې ده.
د یادولو ده، چې پولیس او د اور وژنې ډلې سیمې ته رسیدلي دي.