د ښځو د اعتراضي غورځنګ ټلواله: د افغانانو سره د ایران سلوک د اخلاقي ارزښتونو خلاف کار دی

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۹

د افغانستان د ښځو د اعتراضي غورځنګ خپلواکه ټلواله وایي، د افغانانو سره د ایران چارواکو سلوک د اسلامي او نړۍوالو اخلاقي ارزښتونو خلاف کار دی.

دغې ټلوالې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، د طالبانو تر بیا واکمنېدو وروسته هغه افغانان په هېواد کې چې ورته ګواښ و، اړ شول چې هېواد پرېږدي.
دغې ټلوالې د هغه تنکي ځوان سره د ایران د پولیسو چلند غندلی، چې په خواله رسنیو کې لاس په لاس کېږي او په کې دغه تنکی ځوان ربړول کېږي او ورمېږ یې ماتېږي.
خبرپاڼه کې راغلي، په ایران او پاکستان کې کوم سلوک او چلند چې له افغان کډوالو سره کېږي د نړۍ په هیڅ ځای کې د دغه هېواد کډوالو سره نه دی شوی.
خبرپاڼه وایي، دغه دوه هېوادونو د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دي؛ خو په عمل کې یې له خپلو ټولو نړۍوالو ژمنو سرغړونه کړې، ملګري ملتونه باید له ایرانه په دې اړه پوښتنه وکړي.
د خبرپاڼې له مخې، د هغو هېوادونو له‌خوا چې په ملګرو ملتونو کې غړیتوب لري او ځان د بشري حفونو مدافعین ګڼي؛ د بشري حقونو نقضول او د ټولو اسلامي او اخلاقي ارزښتونو تر پښو لاندې کول، د شرم وړ خبره ده.
خبرپاڼه زیاتوي، دغه کړنه د نژادي توپیر بېلګه ده او عاملین یې د بشري حقونو سرغړوونکي دي.
دغه غورځنګ وایي، چې په ګاونډیو هېوادونو کې د کډوالو د ځپنې هر ډول کړنه غندي او وایي، کوم اور چې نن په افغانستان کې لګېدلی؛ ښایي سبا یې تاسو هم تجربه کړئ.

نور خبرونه

رادیو