طالبان: ځيني مغرضې کړۍ هڅه کوي د افغانستان او ایران ترمنځ ښې اړیکې اغېزمنې کړي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۹

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په ایران کې د افغان ماشوم د شکنجې په غبرګون ویلي، چې ځینې مغرضې کړۍ هڅه کوي د دواړو هېوادونو ترمنځ ښې اړیکې اغېزمنې کړي.
دغه وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې یادې ناوړه پېښې د طالبانو ژوره اندېښنه راپارولې ده.

طالبانو بیا په دې خبرپاڼه کې د کومې مشخصې کړۍ یا هېواد نوم نه دی اخیستی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت د ایران د امنیتي مسوولینو له خوا د افغان کډوالو بیا په ځانګړي توګه د یو افغان ماشوم شکنجه‌ کیدل غندلي او له دې هېواده یې غوښتي، چې له افغان کډوالو سره د وروستي ناوړه چلند څېړنه وکړي.
یاد وزارت دغه راز زیاته کړې ده، چې د افغانانو له حقونو څخه سرغړونې په افغانستان کې د خلکو احساسات زیانمن کړي دي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران د بهرنیو چارو وزارت د سوېلي اسیا د چارو مشر رسول موسوي هم ویلي؛ د دې هېواد یوه اداره او مقام هم د کډوالۍ ضد ګامونه نه قبلوي او دا کار «د بهرنیانو پروژه» ګڼي.
د یادولو ده، چې د طالبانو د کډوالو چارو وزارت د دې پېښې په غبرګون بیا له ټولو افغانانو غوښتي، چې په خپله خوښه او په با عزته توګه هېواد ته ستانه شي.
په تېرو څو ورځو کې د دماوند د ​​پولیسو له خوا د یو ۱۶ کلن افغان کډوال د شکنجې د ویډیو خپرېدو پراخ غبرګونونه راپارولي دي.
په ویډیو کې لیدل کیږي چې یو ایراني پولیس د سید مهدي لاسونه او پښې نیولي دي او یو بل پولیس د هغه پر ​​غاړه زنګون ایښی دی.

نور خبرونه

رادیو