یو افغان: زوی مې په ایران کې وژل شوی، اوس یې د جسد په بدل کې رانه ۲ لکه افغانۍ غواړي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۹

د محمد صدیق په نوم یو افغان افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي، چې د ایران په پلازمینه تهران کې یې ځوان زوی چې په یو هوټل کې یې مزدوري کوله، د کار پر مهال د زهرجنو موادو پر مټ بې هوښه شوی او وروسته په روغتون کې مړ شوی دی.

نوموړی وايي، اوس د امام حسین په نوم روغتون ورنه د جسد په بدل کې شاوخوا ۲ لکه افغانۍ غواړي.

محمد صدیق، د لغمان ولایت د الشینک ولسوالۍ اوسیدونکی، نن «د زمري ۱۹مه» افغانستان انټرنشنل ـ پښتو ته وايي، چې یوه ماشت وړاندې یې د احمد الله په نوم ځوان زوی د یو ایراني هوټل د څښتن له خوا د درملو پر مټ بې هوښه او مرګوني حالت کې روغتون ته ولیږدول شو.

هغه وايي، چې زوی یې ۱۲ ورځې د کوما حالت کې و خو وروسته یې په روغتون کې ساه ورکړه.

محمد صدیق وايي، چې د روغتون ډاکترانو ورته ویلي چې زوی ته یې چا په لوی لاس داسې مواد ورکړي و، چې په زړه یې بد تاثیر کړی او د مرګ لامل شوي یې دي.

نوموړی همدراز وايي، چې زوی یې له دغه ایراني هوټلدار سره یو نیم کال کار کړی و خو د زوی له مرګ وروسته یې اوس دغه ایرانی کس نه خبرو ته حاضریږي او نه هم د دغه قتل په اړه وضاحت ورکوي. هغه وايي، چې د وژل شوي ځوان زوی پاتې څو میاشتنی معاش یې هم نه دی ورکړل شوی.

محمد صدیق زیاتوی، چې د زوی جسد یې په تهران کې د امام حسین روغتون کې دی او د روغتون مسوولینو ورنه ۱۴۰ مېلیونه ایراني تومن غوښټي چې شاوخوا ۲ لکه افغانۍ کیږي.

هغه وايي: "زه خپله د افغانستان د جمهوري نظام له راپرزېدو وروسته د بې کاری له امله خپل زوی سره ایران ته راغلی وم خو اوس ماسره دومره پیسې نشته چې د خپل زوی جنازې د ترلاسه کولو لپاره یې روغتون ته ورکړم او جنازه یې افغانستان ته انتقال کړم."

په یوه لنډه ویډیو کې چې پلار ته یې د دغه ایراني وګړي له خوا لېږل شوې، احمد الله د بې هوښۍ په حال کې لیدل کیږي.

محمد صدیق په تهران کې د افغانستان سفارت له مسوولینو غواړي چې د زوی د جسد په ترلاسه کولو کې ورسره مرسته وکړي.

دا په داسې حال کې ده، چې تر دې مخکې له یو افغان کډوال سره د یو ایراني پولیس له تاوتریخوالي ډکې ویډیو په ټولنیزو شبکو کې توند غبرګونونه پارولي دي. په ویډیو کې لیدل کیږي چې د ایراني پولیسو افسر د دغه ځوان په غاړه خپل زنګون ایښی دی.

نور خبرونه

رادیو