نظرپوښتنه: د کمالا هرېس د ګټلو چانس د ټرمپ پرتله زیات شوی دی

په پراخه کچه داسې انګېرل کېده، چې په ولسمشریزو ټاکنو کې د جمهوري غوښتونکو نوماند ډونالډ ټرمپ به په اسانۍ سره ډیموکراټ ګوند سیالې کمالا هرېس ته ماتې ورکړي. خو اوس یوې پراخې نظرپوښتنې ادعا کړې، چې په ټاکنو کې د کمالا هرېس د ګټلو چانس ډېر دی.

د پی بي اېس، اېن پي ار او مارېسټ له‌خوا د یوې ګډې نظرپوښتنې له مخې، ولسمشریزو ټاکنو ته د ډیموکرات ګوند نومانده اوس‌مهال د دغو ټاکنو د ګټلو ۵۱ سلنه او ډونالډ ټرمپ بیا ۴۸ سلنه د ګټلو چانس لري.
د نظرپوښتنې له مخې، د محبوبیت له پلوه کمالا هرېس ۴۸ سلنه او ټرمپ بیا ۴۵ سلنه په خلکو کې منل شوی دی، چې کمالا هرېس په دې برخه کې هم مخکښه ده.
د اقتصاد په برخه کې د ټرمپ محبوبیت ۳ نمرې لوړ دی؛ خو د کمالا هرېس دریځ د بایډن پرتله ډېر ښه دی.
د نظرپوښتنې له مخې ټرمپ د کډوالۍ په برخه کې ۶ نمرې مخکې دی؛ خو دلته هم د کمالا هرېس دریځ د بایډن پرتله ۱۵ درجې ښه دی.

د ښځینه رای ورکوونکو په منځ کې، د کمالا دریځ د ټرمپ پرتله ۱۳ درجې لوړ دی؛ خو د نارینه رای ورکوونکو په منځ کې د هغې دریځ ۹ نمرې ټیټ دی.
نظرپوښتنې څرګنده کړه، چې د تور پوستو رای ورکوونکو په منځ کې د کمالا محبوبیت د ډونالډ ټرمپ پرتله له ۲۳ څخه ۵۴ پواینټونو ته لوړ شوی دی.

د خپلواکو رای ورکوونکو په منځ کې د کمالا هرېس دریځ د ډونالډ ټرمپ پرتله ۹ پواینټونه ډېر شوی دی.
خو تر ټولو اړینه دا ده، چې د کمالا هرېس محبوبیت له ۴۰ سلنې څخه ۴۶ سلنې ته لوړ شوی چې نه یوازې بایډن؛ بلکې له بارک اوباما هم لوړ دی.
دا په ۱۹۷۶ کال کې له جېمي کارټر وروسته لومړی ځل دی، چې ډیموکراتانو دغه مقام خپل کړی دی.
دغه نظرپوښتنه د پنجشنبې په ورځ پیل شوه او تر یکشنبې پورې یې دوام وکړ.