ایراني رسنیو ویلي، چې د تهران په شهریار کې لسګونه افغان کډوال نیول شوي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۸

د تهران په شهریار کې له هغه وروسته چې د افغان کډوالو پراخه نیونه پیل شوې، د مهر خبري اژانس راپور ورکړ چې دغلته لږ تر لږه ۴۶ تنه 'نا قانونه' افغان کډوال نیول شوي او د عسکر اباد پنډغالي ته لېږدول شوي دي.

د شهریار قوماندانو ویلي، چې بې اسناده افغان کډوال به بېرته خپل هېواد ته استوي.
علي رضا فاتحي ‌نژاد د چهارشنبې په ورځ ویلي، «د ناقانونه کډوالو د نیولو تګلاره په پراخه کچه» په شهرستان کې پیل شوې ده.
نوموړي په تهران کې د ایراني چارواکو سره په جوړه شوې غونډه کې ټینګار وکړ، چې د دغې تګلارې له مخې به ټول بې اسناده افغانان بېرته خپل هېواد ته ستنول کېږي.
په هغې ویډیو کې چې د مهر خبري اژانس خپره کړې، لیدل کېږي چې ایراني پولیس افغان کډوال له کارځایونو او د هغوی له استوګنځایونو څخه نیسي.
د دغې ویډیو په یوې بلې برخه کې ښکاري، چې پولیس پر لارو او سړکونو افغان کډوال نیسي. ډېر نیول شوي کسان هغه ځوانان دي چې هلته کار کوي، دوی د کار په جامو کې نیول شوي او بسونو ته پورته کېږي.
د دغه خبري اژانس د راپور له مخې، ۴۶ تنه نیول شوي افغانان د کډوالو ستنولو یو پنډغالي ته یوړل شوي دي.
تسنیم خبري اژانس د چهارشنبې په ورځ د (زمري په ۱۷ مه) راپور ورکړ، چې په هغې غونډه کې د تهران د بهرنیو وګړو او کډوالو د ادارې چارواکو برخه لرله.
د دغه راپور له مخې، فاتحي ‌نژاد د افغان کډوالو نیونه یوه ستره ننګونه بللې او زیاته کړې یې ده:« هغه کسان چې په ناقانونه توګه په یوه هېواد کې اوسېږي، کېدای شي د قانوني ستونزو تر څنګ، په عمومي سرچینو هم فشارونه زیات کړي.»
په وروستیو اونیو کې پر افغان کډوالو د ایراني چارواکو او د دغه هېواد د ولسي خلکو له‌خوا فشارونه زیات شوي او په دې وروستیو کې پر افغان کډوالو د فزیکي بریدونونو راپورونه هم خپاره شوي دي.
په وروستۍ پېښه کې، په ایران کې سرچېنو ویلي چې یو ۱۵ کلن افغان د پولیسو له‌خوا وهل شوی ډبول شوی چې له امله یې اورمېږ هم مات شوی دی.

نور خبرونه

رادیو