عاصم منیر له طالبانو وغوښتل چې د ټي ټي پي له امله دې له اسلام اباد سره مخالفت ونه کړي
د پاکستان د پوځ لوی درستیز له افغان طالبانو وغوښتل، چې د پاکستان د تحریک طالبان د ملاتړ لپاره دې د اسلام اباد مخالفت ونه کړي.
جنرال عاصم منير افغانستان د پاکستان "اوږدمهاله ملګری" وباله او ويې ويل، چې هېواد يې له څلوېښتو کلونو راهيسې د ميليونونو افغانانو کوربه دى.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز د پنجشنبې په ورځ د هېواد د علماو په ملي غونډه کې د پاکستان تحریک طالبانو ته په اشارې سره وویل: «موږ هغه کسان پاکستانیان نه ګڼو چې شریعت او اساسي قانون نه مراعاتوي.»
د پاکستان د پوځ دغه چارواکي د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د خیبر پښتونخوا د خلکو د قربانۍ ستاینه وکړه او ویې ویل؛ هره هغه ډله چې غواړي په پاکستان کې ګډوډي رامنځته کړي، پوځ به یې پر وړاندې ودرېږي.
جنرال عاصم د خېبر پښتونخوا له خلکو وغوښتل چې هڅه دې وکړي چې په دې صوبه کې د ناامنۍ پر ضد لاريونونه په تاوتريخوالي بدل نه شي.
په دې کتنه کې د پاکستان د پوځ لوى درستيز له علماو وغوښتل، چې د افراطيت او تفرقې پر ځاى زغم او اتحاد ته وده ورکړي. هغه زیاته کړه، علماء باید په ټولنه کې اعتدال راولي او له فساد سره مبارزه وکړي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز د افغان طالبانو له چارواکو وغوښتل چې د پاکستان له تحریک طالبان سره همکاري ونه کړي، ځکه چې د پاکستان حکومت په وار وار افغان طالبان په افغانستان کې د پاکستاني تحریک طالبان په ملاتړ او پناه ورکولو تورن کړي دي.
د پاکستان د پوځ لوی درستیز په داسې حال کې له طالبانو وغوښتل چې د پاکستان له تحریک طالبانو سره همکاري ونه کړي، چې پاکستان په کراتو افغان طالبان د پاکستاني طالبانو په ملاتړ او هغوی ته په پناه ورکولو تورن کړي دي.
په پاکستان کې د وژونکو بریدونو له زیاتیدو وروسته د دغه هېواد چارواکو ویلي دي، چې پاکستاني طالبان دغه بریدونه په افغانستان کې پلانوي؛ خو طالبان بیا ادعا کوي چې په افغانستان کې بهرني ځواکونه نه شته.