سردار احمد شکېب: د تګ راتګ، سوداګرۍ او ټرانزیټ سره د امنیتي مسلو تړل، وضعیت لا خرابولای شي

په اسلام اباد کې د طالبانو سفیر سردار احمد شکېب له ای ای سي ار سره په مرکه کې ویلي، د افغانستان او پاکستان تر منځ اوس‌مهال ځینې تا ویلې ما ویلې لا هم په خپل ځای پاتې دي.

په اسلام اباد کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان سفارت پر اېکس پاڼه د دغې مرکې ځیني ټکي خپاره کړي او د ښاغلي شکېب له حوالې یې لیکلي، له نورو برخو لکه د خلکو تګ راتګ، سوداګرۍ او ټرانزیټ سره د امنیتي مسلو تړل کولی شي وضعیت نور هم کړکېچن کړي.
دغه مرکه چې څو ساعته وړاندې په یوټیوب خپره شوې په کې ښاغلي شکېب ویلي، د افغانستان او پاکستان اړیکې د سیمه‌ییز اتصال او سوکالۍ لپاره مهمې دي.
د هغه په وینا، د دواړو هېوادونو ترمنځ مثبتې اړيکې د دواړه خواوو ګټو، د سوداګرۍ او ټرانزيټ د ښه‌والي او سيمه‌ييز اقتصادي پيوستون لامل ګرځي.
هغه زیاته کړې، د دغو اړیکو ټینګول نه یوازې افغانستان او پاکستان ته ګټه رسوي؛ بلکې د منځنۍ اسیا له هېوادونو، ایران، چین او ټولې سیمې سره هم اړیکې پیاوړې کولای شي.
ښاغلي شکېب په دې مرکه کې ویلي، د لوړې کچې د انرژۍ او زیربنایي پروژو پرمختګ د هغو ستونزو له امله په ټپه ولاړ دی، چې پاکستان یې د کورني امنیت اندېښنو سره تړلی بولي.
هغه دا هم ویلي، چې افغانستان اوس‌مهال په بېلابېلو برخو کې پاکستاني شرکتونو ته د پام وړ پانګونې فرصتونه وړاندې کوي.
هغه ویلي، چین چې یو ستر سیمه‌ییز او نړۍوال اقتصادي ځواک دی، له تاریخي پلوه یې له پاکستان سره ژورې اړیکې ساتلې او د افغانستان له اقتصاد او د پانګونې له فرصتونو سره یې هم لېوالتیا ښودلې ده.
د نوموړي په خبره، د يو کمربند او يوې لارې په نوښت سره، چين غواړي چې سيمه ييزې اړيکې ټينګې کړي او خپل اقتصادي نفوذ لا پراخ کړي.
هغه زیاتوي، چې له پاکستان او افغانستان سره د خپلو پیاوړو اړيکو له امله چين کولای شي د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړيکو د ښه‌والي، د اقتصادي پروګرامونو د اسانتيا او د دوه اړخيزې او سيمه‌ييزې سوکالۍ په پرمختګ کې رغنده رول ولوبوي.
هغه وایي، د لویو پروژو لکه ټرانس افغان، کاسا ۱۰۰۰، ټاپي، ټاپ، چابهار بندر او د واخان دهلیز د پلي کولو لپاره د سیاسي او امنیتي مسایلو ترڅنګ اقتصادي او سوداګریزو نوښتونو ته لومړیتوب ورکول خورا مهم دي.
د هغه په وینا، د دوی د ډلې موخه دا ده چې د نړۍ په کچه د اقتصادي اتصال د یوې نقطې په توګه کار وکړي.
هغه ویلي، پیاوړې سیمه‌ییزه همکاري کولای شي د امنیتي ګواښونو او نورو ننګونو په کمولو کې هم مرسته وکړي.