پاکستان د خپلو پورونو د ادا کولو د مودې د غځولو ضمانت ترلاسه کړ
د پاکستان د مالیې وزیر ویلي، له چین، سعودي عربستان او متحده عربي اماراتو څخه یې د خپل هېواد د پورونو د ورکړې موده د یوه بل کال لپاره غځولې ده.
محمد اورنګزېب ویلي، پاکستان ۱۲ مېلیارډ ډالره پوروړی دی او د پیسو له نړۍوال صندوق څخه د ۷ مېلیارډ ډالرو د نوي پور تصویب ته په تمه دی.
د بلومبرګ په وینا، پاکستان له چین څخه دا غوښتنه هم کړې چې د "کمربند او سړکونو" په پلان کې د شاملو برېښنا بندونو پورونه کم کړي.
پاکستان تمه لري، چې د دې میاشتې تر پایه به د پیسو نړۍوال صندوق څخه د ۷مېلیارد ډالرو په ګډون د نوي پور پروګرام تصویب او وروستی شي.
د پاکستان د مالیې وزیر ډاډ ورکړ، چې د پایداره اصلاحاتو په تعقیب د هېواد اقتصاد د ثبات په لور روان دی.
نوموړي د ماليې د سيستم پر پياوړتيا، د شفافيت پر ښهوالي او د انرژۍ په برخه کې د اصلاحاتو پر پلي کولو ټينګار وکړ او ويې ويل، چې اوسني حکومت هم په دې برخه کې کوټلي ګامونه پورته کړي دي.
تېره میاشت پاکستان او د پیسو نړۍوال صندوق د ۷ مېلیارد ډالرو د ۳۷ میاشتو پور په اړه هوکړه وکړه.
د روان کال په پیل کې جنګ ورځپاڼې د پاکستان د اقتصادي بحران په اړه لیکلي و، چې دغه هېواد د بهرنیو اسعارو د کمښت او د انفلاسیون له ننګونو سره لاس او ګرېوان دی.
له همدې امله پاکستان په راتلونکو پنځو کلونو کې د دغو اقتصادي ستونزو د حل لپاره ۱۲۰ مېلیارده ډالرو پور ته اړتیا لري.
په وروستیو کلونو کې، پاکستان د خپلې بودجې کسر د جبرانولو لپاره له کورنیو او بهرنیو سرچینو په ځانګړې توګه د پیسو له نړۍوال صندوق څخه پور اخیستی دی.
تر دې مخکې د پاکستان د اقتصادي پرمختګ انسټیټیوټ په یوه راپور کې ویلي و، چې دغه هېواد باید په راتلونکو پنځو کلونو کې د کال له ۲۲ تر ۲۴ مېلیارد ډالرو پور ترلاسه کړي.