طالبانو په کابل کې یوه ښځه او یو سړی د جنسي اړیکې په تور په دورو ووهل
د طالبانو سترې محکمې د چهار شنبې په ورځ وویل، چې په کابل کې یې یوه ښځه او یو سړی له واده پرته د جنسي اړیکو په تور مجازات کړي دي. د طالبانو په وینا؛ ښځې ته په ۳۲ دورو او سړي ته په ۳۹ دورو سزا ورکړل شوې ده.
طالبان وايي، چې د دغو کسانو سزا د دغې ډلې د سترې محکمې له منظورۍ وروسته د زمري په ١٧مه د چهار شنبې په ورځ د استالف ولسوالۍ د ابتدايي محکمې له خوا ترسره شوه.
دغې ډلې په یوې اونۍ کې په ټول هېواد کې د «غلا، رشوت، جنسي اړیکو، درغلۍ، او د شرابو پلور» په ګډون په مختلفو تورونو له لسو څخه ډېر کسان په دورو وهلي او ځینې یې په بند محکوم کړي دي.
د طالبانو د واکمنۍ پر مهال په افغانستان کې د حدودو جاري کول په کلکه او قاطعیت سره پلي کیږي.
د درووهلو مخالفین په دې باور دي چې دا ډول سزا د بشري حقونو او انساني کرامت له اصولو څخه سرغړونه ده.
دوی په دې باور دي چې فزیکي مجازات نه یوازې په اخلاقي توګه د منلو وړ نه دي، بلکې د محکوم شوي کس او ټولنې په رواني او ټولنیزې روغتیا منفي اغیزې لري.