د سي ای اې پخوانۍ ماموره: دا مهال په افغانستان کې د القاعده شبکې ۳۰ روزنیز کمپونه فعال دي
د امریکا د استخباراتي ادارې (سي ای اې) پخوانۍ ماموره سارا اډمس وايي، چې امریکا هره اونۍ له ۴۳ میلیونو ډالرو څخه تر ۸۷ میلیونو ډالرو پورې طالبانو ته ورکوي. نوموړې زیاتوي، چې په افغانستان کې د القاعده ۳۰ کمپونه هم فعال دي.
نوموړې په یو امریکايي پوډکاسټ کې ویلي، چې امریکایان باید په دې وپوهېږي، چې د متحده ایالاتو دولت د طالبانو هغو کورنیو سره هم مرسته کوي، چې له دوی سره په مخامخ جګړه کې وژل شوي دي.
مېرمن سارا اډمس زیاتوي، چې دا مهال په افغانستان کې د القاعده دېرش د روزنې مرکزونه فعاله دي، چې اوه یې د ځانمرګو د روزنې کمپونه دي.
د سي ای اې دا پخوانۍ ماموره زیاتوي، چې د القاعده شبکې غړي د افغانستان او پاکستان پاسپورټونه لري او په ازادانه شکل کولی شي دواړو خواو ته تګ راتګ وکړي.
سارا اډم د امریکا له استخباراتي ادارې سره په افغانستان، پاکستان او منځني ختیځ کې دندې ترسره کړي دي.
دا لومړی ځل نه دی، چې د امریکا د استخباراتي ادارې یوه پخوانۍ چارواکې دا ډول څرګندونې کوي؛ بلکې له دې وړاندې هم د امریکا برحاله او پخوانیو چارواکو له طالبانو سره د امریکا پر مرستو نیوکه کړې او هم یې په افغانستان کې د القاعده شبکې پر پراخېدا اندېښنې څرګندې کړې دي.