سرچینې: د ایران امنیتي ځواکونو د زنګون په زور سره د یوه افغان ځوان غاړه ماته کړه

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۷

په ایران کې سرچینو ویلي، د یو ۱۵ کلن افغان ځوان غاړه د پولیسو له خوا د ربړولو پر مهال ماته شوې ده.
د سرچينو په وینا، د دماوند ښار په ابسرد کلي کې د شخصي جامو لرونکي افسر د سيد مهدي لاسونه او پښې نيولي او بل افسر يې پر غاړه زنګون ور کېښود.

زموږ سرچینو د دغه تنکي ځوان چې د افغانستان د ډایکندي ولایت دی، د نیول کیدو او برید د شېبې ویډیو رالیږلې او زیاتوي چې هغه اوس په روغتون کې بستري دی.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته ویلي، پېښه هغه مهال شوې، چې سید مهدي په ابسرد کلي کې د «افغانانو نیولو» په نوم پر کډوالو د ایران امنیتي ځواکونو له برید وروسته له وېرې وتښتېد او د امنیتي ځواکونو له خوا وڅارل شو.
د دې سرچینې په وینا، امنیتي ځواکونو د ښځو د یوې ډلې په منځ کې دا «کم اوریدونکی» ځوان نیولی او سخت شکنجه کړی یې دی.
د دغې سرچینې له خوا د رالېږل شوې ویډیو له مخې، دوه د شخصي جامو افسران او یو دریشي لرونکي افسر، هغه د پولیسو د موټر تر څنګ پر ځمکه پرېباسي.
په دې ویډیو کې لیدل کېږي، چې لومړی دواړه د شخصي جامو لروونکي امنیتي کسان په خپل ټول وزن سره د دغه ځوان پر بدن فشار راوړي او بیا د شخصي جامو یو تن د سید مهدي پر غاړه زنګون ږدي.
په داسې حال کې چې دغه ځوان چيغې وهي او ځوریږي، او يو شمېر ښځې هڅه کوي چې د دغه تنکي ځوان له شکنجې مخه ونيسي، خو امنيتي ځواکونه يې بیرته شاته کوي.
د دې ویډیو له مخې، وروسته له دې چې د دریشي لرونکي افسر زنګون د ځوان په غاړه کې کیښودل شو، د هغه چیغې او سورې نورې نه اوریدل کېدې او افسرانو هغه د پولیسو په موټر کې واچاو.
یوې سرچینې افغانستان انټرنشنل ته په یادښت کې ویلي چې، د ایران پولیس افسرانو سید مهدي کمپ ته یووړ او بیا یې په داسې حال کې خوشې کړ چې غاړه یې ماته وه.
زمونږ د سرچینو په وینا، دغه ځوان اوس په روغتون کې بستر دی خو د هغه د روغتیايي حالت په اړه کره معلومات نه شته.
په دې وروستیو اونیو کې په کډوالو باندې د ایران د امنیتي ځواکونو او یو شمیر ایراني وګړو فشارونه زیات شوي دي. او پر کډوالو د دوی د بریدونو پیښې پام وړ زیاتې شوې دي.
په ټولنیزو رسنیو کې یو شمیر ایراني کاروونکو د کډوالو په وړاندې، یو ډول کرکه پارونکی کمپاین پیل کړی دی. د «افغان ایستل، ملي غوښتنه» تر سرلیک لاندې په دغه کمپاین کې دغو کاروونکو د کډوالو د ایستلو غوښتنه کړې ده.

نور خبرونه

رادیو