په ملګرو ملتونو کې د افغانستان استازي له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو چلند غندلی

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۷

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سرپرست استازي له افغان کډوالو سره د ایراني پولیسو چلند د نړۍوالو اصولو، معیارونو او د کډوالۍ له قوانینو سره په ټکر کې وباله.

نصیر احمد فایق ويلي، چې د ایران په دماوند ښار کې د پولیسو له خوا د افغان ځوان شکنجه غیر انساني او غیر اسلامي کړنه ده.

تر دې مخکې باوري سرچینو افغانستان انټرنشنل ته ویلي وو، چې د سید مهدي په نوم یو ۱۵ کلن افغان ځوان د ایراني پولیسو د شکنجو له امله ټپي شوی او غاړه یې پرې شوې ده.

هغه عکسونه او ویډیوګانې، چې موږ ته رالېږل شوي پکې معلوميږي، چې د دماوند ښار د ابسرد په کلي کې يو پوليس په شخصي جامو کې د سید مهدي لاسونه او پښې نیولي او بل افسر یې په غاړه زنګون ایښی دی.

د دغه افغان کډوال د شکنجې انځورونه په ټولنیزو رسنيو کې د پراخ غبرګون سره مخ شوي.

ښاغلي فایق د دې پېښې په غبرګون کې پر خپله اېکس پاڼه په يوه ياداښت کې ليکلي: «له افغان کډوالو او مهاجرینو سره د ایران د پولیسو چلند او کړنه په ځانګړې توګه له هغو کسانو سره، چې قانوني اسناد لري، د نړیوالو اصولو، معیارونو او کډوالۍ د قوانینو خلاف کړنه ده»

نوموړي د ايراني پوليسو له خوا د افغان کډوالو شکنجه «غير انساني» او «غير اسلامي» وبلله او د دغه ډول پېښو د مخنيوي لپاره يې د جدي اقداماتو غوښتنه وکړه.

فايق دغه راز له ايران څخه ميليونونو افغان کډوالو ته د پناه ورکولو له امله مننه وکړه او له ايراني مقاماتو يې وغوښتل، چې د دغه شان پيښو د تکرار د مخنيوي لپاره لازم تدبيرونه ونيسي.

د ایراني پولیسو له خوا له افغان کډوالو سره ناوړه چلند، په ځانګړې توګه د یوه ځوان پناه غوښتونکي د غاړې پرې کول د افغانانو په منځ کې پراخ غبرګونونه راپارولي دي.

دایکندي ولایت دغه پناه غوښتونکی ځوان اوس په روغتون کې بستر دی.

نور خبرونه

رادیو