ایراني چارواکی: په ختیځ اذربایجان کې سند لرونکي افغان کډوال هم نه شي کولای ژوند وکړي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۶

د ختیځ اذربایجان د عدلیې مرستیال د دوشنبې په ورځ وویل، چې په دغه ولایت کې د افغانانو اوسېدنه منعه ده او له سرغړوونکو سره به "سخت" چلند وشي.
احمد موقري ویلي، هغه افغانان چې د اوسېدو اسناد هم لري نه شي کولای په دغه ولایت کې واوسېږي.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې، موقري په افغانستان کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته ایران ته د کډوالو پراخه ستنېدنې ته اشاره کړې او ویلی یې دي، چې « د هغوی جرمونه پراخ شوي دي.»
هغه وویل: «د دوی د تګلارو له مخې هغه افغانان چې که د اوسېدو اسناد هم لري په ځینو ولایتونو، له هغې ډلې په ختیځ اذربایجان کې د هغوی پر اوسېدو بندیز لګول شوی.»
موقري وویل، چې په ایران کې صنعتي بنسټونه د افغان کډوالو څخه د کارګرو په توګه کار اخلي. هغه له قضايي او اداري څانګو غوښتنه وکړه، له هغو شرکتونو سره دې قانوني چلند وشي چې دغه کارګر په کارونو ګوماري.
پر افغان کډوالو د اوسېدو او کار کولو بندیزونه له هغې ډلې په ختیځ اذربایجان کې کومه نوې خبره نه ده، له دې وړاندې د تېرکال په لېندۍ میاشت کې د کرمان شاه ولایت د کډوالو او بهرنیو وګړو د څانګې مشر هم ویلي و چې، د ایران ۱۶ ولایتونو ته د افغان کډوالو په ورتګ بندیز لګول شوی دی.
په دې وروستیو کې د افغان کډوالو سره له تاوتریخوالي ډک سلوک په ایران کې چارواکو د افغانانو په وزګارتیا او د جرمونو په ډېرښت ټینګار کړی او دغو تازه څرګندونو د افغان کډوالو پر وړاندې د تاوتریخوالي لمن نوره هم پراخه کړې ده.
د کډوالۍ نړۍوال سازمان په یوه راپور کې ویلي، چې ایران ته د ۷۰ سلنې افغانانو د کډوالۍ ستر لامل د دوی په هېواد کې د کاري فرصتونو نشتوالی دی.
افغان کډوال له ایرانه د اېستلو او شړلو د ګواښ تر څنګ، د یو شمېر ایرانیانو د بد چلند او تاوتریخوالي سره هم مخامخ شوي دي.
د هه‌نګاو د بشري حقونو سازمان د دوشنبې په ورځ په ایران کې د افغان کډوالو پر ضد د حکومت او ټولنې له‌خوا د تر سره کېدونکې نژاد پالنې څخه د «یو ناورین» په توګه یادونه وکړه.

نور خبرونه

رادیو