ډان ورځپاڼه: تورخم کې لاهم سلګونه هغه بار لارۍ اېسارې دي چې موټروانان یې کارټونه نه لري

له هغه مهاله چې د تورخم په دروازه د موټر چلوونکو لپاره د ځانګړو کارتونو موضوع بیا توده شوې؛ نو د دروازې دواړو خواوو ته په سلګونه بار لارۍ اېسارې پاتې دي.

پاکستانۍ ورځپاڼې ډان په خپل تازه راپور کې لیکلي، د پاکستان له لوري د (ټي اې ډي) یا د موټر چلوونکو لپاره د لنډمهاله کارټونو د وخت په بشپړېدو سره د افغانستان او پاکستان تر منځ سوداګریزې چارې ټکنۍ شوې او د دغې ورځپاڼې په لیکنه یوازې د تورخم پورې غاړه تر ۱۰۰۰ زیاتې بار وړونکې پاکستانۍ لارۍ اېسارې پاتې دي.
دواړو غاړو ته سوداګر په اندېښنه کې دي، چې د دوی سوداګریز توکي به د تودوخې د درجې د لوړوالي او زیات اېسارېدو له امله خوسا شي او د تېر په څېر به بیا درانه مالي زیانونه ورواوړي.
ډان ورځپاڼې دا رنګه په خپل راپور کې یادونه کړې، چې د اګسټ له لومړۍ نېټې څخه به هره ورځ شاوخوا د ورځې په خوراکي توکو بار ۲۰۰ لارۍ د تورخک په دروازه تېرېدلې؛ خو وايي دمګړۍ په سلو کې اېله شل تنه د لارۍ موټر چلوونکي دغه کارټونه ولري او د نورو هغو موده یې بشپړه شوې ده.
پاکستان تېره چهارشنبه ناوخته د سلګونو لاریو پر مخ د تورخم دروازه داسې مهال وتړله، چې د افغانستان له‌خوا د مېوو او سبو په دغه موسم کې د پاکستان ډېرو بازارونو ته د افغانستان میوې او سابه صادرېږي، چې په دې سره زیات زیان یې افغان سوداګرو ته رسېږي.
پاکستاني لوري د موټر چلوونکو لپاره د لنډمهاله کارټونو د اعتبار موده (د جولای ۳۱مه) نېټه ټاکلې وه، په پاکستان کې د طالبانو د سفارت یا قونسلګرۍ له‌خوا پاکستاني موټر چلوونکو او په کابل کې بیا د پاکستان سفارت له‌خوا افغان موټر چلوونکو ته یې نېټه غځول کېده.
له هغه مهاله چې د دغو کارټونو خبره رابرسېره شوه، پاکستاني چارواکو یې لامل په تورخم او نورو دروازو کې د وسله‌والو د راتګ مخنیوی ښودلی و؛ خو افغان سوداګر بیا وايي چې دغه ستونزه هر کال هغه مهال دوی ته راولاړېږي چې د تازه میوو او سبو د صادراتو وخت رانږدې شوی وي.