طالبان: د هېواد په ۲۹ ولایتونو کې مو د راستنېدونکو کډوالو لپاره ۴۶ ښارګوټي چمتو کړي دي

AP ۱۴۰۳ زمری ۱۶

د طالبانو د کور او ښار جوړولو وزارت چارسمبالي حمدالله نعماني ویلي، چې دغه وزارت د افغانستان په ۲۹ ولایتونو کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره ۴۶ چمتو ښارګوټي لري.

هغه وایي، په څلورو نورو ولایتونو لکه بامیان، پنجشېر، خوست او غزني کې هم د کډوالو لپاره سیمې ځانګړې شوې او ارزونه یې روانه ده.

نوموړي دغه څرګندونې تېره ورځ د طالبانو د دولتي ادارو د کلنۍ لاسته راوړنو، مهم فعالیتونو او راتلونکو پلانونو په اړه د راپور ورکوونې په پروګرام کې کړې دي.
خو لاهم په بېلابېلو ولایتونو کې راستانه شوي کډوال په خېمو کې شپې سبا کوي.
د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ تر دې وړاندې ویلي و، چې په افغانستان کې د وروستیو سېلابونو او طبیعي افتونو ډېری زیانمن شوي بې ځایه شوي کسان او راستنېدونکي کډوال دي.
اوس هم د ننګرهار د کډوالو په پنډغالي کې ډېری راستانه شوي کډوال د خېمو لاندې ژوند کوي.
تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو همغږي کوونکي دفتر اوچا هم ویلي و، چې د وروستیو سېلابونو او توپان په پایله کې د تورخم د کډوالو په پنډغالي کې ۵۵۰ خیمې ویجاړې شوې دي.

نور خبرونه

رادیو